The news is by your side.

ناټو د افغان ځواکونو دفاع ته ور دانګلي؛ طالبان غوسه دي

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، چې په کندهار کې یې د افغان ځواکونو دفاع ته ور دانګلي دي او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پد غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند سني لګت ویلي، ځواکونو یې د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو دفاع ته ځان رسولی او طالبان یې تر بمباریو لاندې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه برید کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو وژل شوي او ټپیان دي، چې کره شمېر یې تر اوسه پورې مالوم نه دی.

طالبان بیا د ناټو ځواکونو دغه عمل بیا طالبان سخت غوسه کړي دي او امریکایان د دوحې له تړونه په سرغړونه تورنوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکایي ځواکونو د هوکړې خلاف په کندهار کې د دوی پر جنګیالیو بمبار کړی چې یو شمېر کسان پکې وژل شوي دي.

خو ناټو بیا دغه برید د دوحې تړون پر بنسټ بولي او وايي چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ طالب جنګیالیو باندې برید کړی دی او دا مسله د دوحې په تړون کې واضح ده.

تر دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو د لوګر په څرخ، د هلمند په نادعلي او د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو دفاع ته وردانګلي و، چې طالبان سخته غوسه وو.

طالبان بیا ځانونه د دوحې تړون ته ژمن بولي او د یادې تړون د لاسلیک له نېټې وروسته یې په هیڅ ځای کې پر امریکايي ځواکونو برید نه دی کړی، تر دې چې په میدان وردګ ولایت کې یې د امریکایي ځواکونو د هغه کاروان ساتنه کوله چې کابل ته پر لار وه.

خو طالب ډلې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف د افغان ځواکونو او افغان ولس پر ضد جګړې ته ادامه ورکړی او هره ورځ د دوی د ترهګریزو بریدونو په پایله کې لسګونه افغانان ژوند بایلي.

خو له دومره قربانیو او سخت وضعیت سره سره افغانان د سولې اړوند په مسکو او ترکیه کې جوړېدونکو غونډو ته هیله مند دي او وايي چې ګوندې په یادو غونډو کې نور د سولې او جګړې برخلیک مالوم او افغان وژنه پای ته ورسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.