The news is by your side.

کرکټ مافیا او د فرهان یوسفزي محاصره!

خبریال وېبپاڼهد افغانستان کرکټ بورډ اوس له کاناډا نه یو نالوستي کس په داسي مافیا کنټرولوي چې په وړاندي یې اوس د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی هم بې وسه شوی دی.‌

دا کړئ له شپږ کسانو جوړه ده چې درې افغانستان، یو کاناډا، یو سعودي عربستان او یو اندونېزیا کې اوسېږي.‌

د کرکټ دا مافیايي کړۍ په کرکټ بورډ کې دننه له یوې خوا ځان د فرهان یوسفزي نېژدې کسان معریفي کوي او له مشهوره لوبغاړو کمېشنونه اخلي؛ او له بله اړخه فرهان یوسفزی په داسي نومونو یادوي‌ چې دلته یې لیکل زما لپاره غیري اخلاقي برېښي.

اوس دا لا روښانه نه ده چې د کرکټ د مافیا لاس ته څنګه فرهان یوسفزی لوېدلی دی؟‌

فرهان یوسفزی که څه هم د کرکټ بورډ پیسو ته ضرورت نه لري خو سوال دادی چې د کرکټ مافیا په خلاف وليګام نشي اخیستلای؟‌

دا مافیايي کړۍ چې ځینيلوبغاړې یې بلک میل کړي دي دي او مشري یې په کاناډا ک د فرهان یوسفزي نېژدې ملګری او د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار عبدالله بارکزی کوي؛ د کرکټ بورډ درې اداري‌ چارواکي هم ورسره مله دي.

په دې اداري چارواکو کې یو يې نثار افغان دی، نوموړی د کرکټ په برخه کې هېڅ ډول تاریخچه او پوهه نلري، صرف د عبدالله بارکزي چې د يوسفزي پخوانی سلاکار و په واسطه تر دې ځايه راورسېد، نثارافغان چې اوس اوس د بشري سرچينو د منيجر په حيث خپله دنده پرمخ وړي د مياشتې د يو لک افغانيو څخه زيات معاش ترلاسه کوي، خو له معاش پرته یې له لوبغاړو د عایداتو سرچینې ډېريپراخې دي.‌ دندې ته دده د نيولو هېڅ قانوني طی مراحل شتون نلري صرف په شناخت باندې نيول شوي دی.

ډاکټر نصرت الله هم يو له هغه کسانو څخه دی چې يوسفزي ورته پراخ واک او چارې سپارلې دي او خپله په شخصي کاروبار بوخت دی، نصرت په اصل کې يو ډاکټر دی او د کرکټ سره هېڅ اړیکې او شناخت نلري، خو بې حسابه پيسې یې ليدلې دي او د کرکټ بورډ په سر کې یې ځان چنګک کړی دی، نوموړی هم دلته عبدالله بارکزي راکش کړی دی، لومړی د هغه سکرتر و پسې د شکایتو په برخه کې وټاکل شو له هغه وروسته بلاخره ددې برخې مدير او ورسره د ډيسيپلين د کمېټې مشر هم شو.

حکمت حسن بيا د يوسفزي يو بل يار دی چې په کرکټ بورډ کې د مېډيا په برخه کې کار کوي او د ټول امکانات پخپله ګټه ذاڅرخوي، حکمت هم بدون د قانوني مراحلو طی کولو څخه دې ادارې ته د واسطې په لاره راغلی دی او پخپله دنده کې په وروستۍ درجه بې غوره دی، دی دلته صرف د يوسفزي د يو شخصي مامور رول لري.

دا درې واړه کسان په کرکټ بورډ کې دننه په یوه مافیا اوښتي‌او د هر حرکت حال د فرهان یوسفزي  پخواني سلاکار او سکرټر وو.‌

عبدالله بارکزی او د هغه سره د کرکټ بورډ اداري کړۍ په دې هم تورنه ده چې په انسانی قاچاق کې لاس لري ‌او تر ډېره بریده د پیسو په بدل کې د کرکټ بورډ د مامورینو او لوبغاړو خپل خپلوان د کرکټ بورډ په وېزو بهر ته استوي.

ددې کړۍ یو بل کس په سعودي عربستان او یو بل یې په انډونیزیا کې ناست دي. چې زه به یې وروسته هویت په ډاګه کړم؛ دا خلک له دې سره سره چې د فرهان یوسفزي د تورو پیسو په سپینولو کې ونډه لري د انساني قاچاق لويي څټې بلل کېږي.‌

د فرهان یوسفزي د ماموریت له پیل نه تر اوسه پوري‌د کرکټ بورډ په رسمي ویزو د عبدالله بارکزي‌ ګلبدین نایب د کورنیو د غړو په ګډون لسګونه کسان بهرته استول شوي دي چې پیسې یې عبدالله بارکزی؛ حکمت حسن؛ ډاکتر نصرت او نثار افغان اخلي.

که څه هم دا ثبوتونه نیشته چې فرهان یوسفزی دي‌ددغو پیسو په اخیستلو کې ونډه ولري؛ خو دا چې فرهان یوسفزی ددغو کسانو خلاف ګام نه اوچتوي‌ دا پخپله له یادې مافیا يي کړۍ سره د فرهان یوسفزي د شراکت سبب بلل کېږي.

نور بیا…….

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد

فرهان یوسفزی د عزیز الله فضلي پر قدم!

درې څېرې چې کرکټ بورډ یې له ناورین سره مخ کړی!

فرهان کرکټ ته څه او کرکټ بورډ فرهان ته څه ورکړل ؟‌

کرکټ بورډ: دچرمین فرهان یوسفزي‌ له فساده پرده اوچته شوه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.