The news is by your side.

جوبایډن حکومت او طالبانو ته د وېرې او هيلې دواړو خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه- د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان اړوند ځینو مسلو باندې هم خبرې کړې دي او په دې اړوند يې د ځینې پوښتنو ځوابونه ويلي دي.

جوبایډن په لومړي ځل د افغانستان په هکله وروسته د خپلې ولسمشرۍ دا ډول مهمې څرګندونې کوي، د ډونالډ څخه د افغانستان قضيه جوبایډن ته په داسې حال کې انتقال شوه چې هرڅه د طالبانو په نفعه روان و او بايډن ځان مسول باله چې ددې حالت څخه بايد ووځي.

هغه نن په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په هکله داسې خبرې وکړې چې ډېرې ښکاره نه وې او یو ډول مجهوليت پکې پروت و.

ښاغلي بايډن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په هکله وويل چې د مې تر مياشتې يانې تر هغه وخته پورې چې د طالبانو سره ژمنه شوې ده د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل ګران ښکاري.

خو بايډن زياته کړه چې د افغانستان څخه د ځواکونو وتل که څه هم تر مې میاشتې پورې ګران دي خو زيات وخت به هم ونه نيسي، جوبایډن د خپلو ځواکونو د وتلو د وخت د تمديد‌ په هکله وويل چې که دا وخت تمديد هم شي نو ډېر به اوږد نه وي.

د سياسي چارو شنونکي وايي چې جوبایډن په ډېر احتياط د افغانستان اړوند دریځ نيسي، هغه پوهېږي چې‌د افغانستان حالات نازک دي، افغانستان له يوه حساس پړاو څخه په تېرېدو دی او د لږ څه واضح خبرې څخه خپل هم هر طرف پخپله ګټه تفسير کولي سي.

د په امريکا کې مېشت مبصرین وايي که چېرې ډونالډ ټرمپ په ښکاره وايي چې په ټاکل شوي وخت له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان راوباسي نو دا به په افغان ځواکونو او حکومت باندې د نهايي فشار سبب شي او ان امکان لري چې دا افغان حکومت سقوط ته ورنېږدې کړي، د بلې خوا کېدی شي دا بيا طالبانو ته دا روحیه ورکړي چې امریکايي ځواکونه هسې هم په وتلو دي نو د سولې په خبرو کې به صرف په خپلو غوښتنو يو طرفه ايستاده ګي وکړي او جګړې ته به هم زور ورکړي.

او که چېرې جوبایډن داسې خبره وکړي چې ګواکي له افغانستان څخه به د خپلو ځوانانو د رابهر کول په هر صورت ځنډوي خو دا به بيا د افغان حکومت خوله خوږه کړي او د سولې په چارو کې به د خنډ جوړولو ته لاځس واچوي.

د چارو د شنونکو په خبره چې دا د هيلې او ډار حالت کېدی شي د افغانستان د سولې د خبرو د يوې پايلې لپاره رامنځته شوی وي ترڅو دواړه طالب او افغان لوری په احتياط سره قدم واخلي.

تمه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان به په رسمي ډول د هغه طرحې اړوند چې د زلمي خليلزاد له لوري ورکړل شوې ده خپل دریځ بيان کړی او همدا ډول به په دې طرحه او په چټک ډول د يوه جوړجاړي په اړوند په استنبول کې جدي خبرې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.