The news is by your side.

دوه يو شان پیغورونه، طالب ولې ځان ترې پاک ګڼي؟

دوه يو شان پیغورونه، طالب ولې ځان ترې پاک ګڼي؟

خبريال وېبپاڼه- طالبان تل افغان حکومت ته دا پېغور ورکوي چې دوی بدون د امريکا د حکومت د ملاتړ څخه هېڅ هم نه دي او هېڅ تاب هم نشي راوړلی، دا خبره کېدی شي تر ډېره ځايه سمه وي، ځکه ولسمشر غني پخپله خوله اقرار کوي چې دوی بدون د امريکا له مرستې شپږ مياشتې هم جګړه نشي کولی.

خو خبره د طالبانو هم چندان بدله نده، طالبان هم د پاکستان له مرستې د یوه کال يا څو میاشتو څخه ډېر دوام نشي کولی، که چېرې دوی د پاکستان غوندې ملاتړ ونلري نو په افغانستان کې ددوی جګړه په ډېر لنډ مدت کې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

طالبان دا هرڅه نه ويني که يې ځان ړوند اچولی دی، ددوی ټپیان چېرته درملنه کېژي، هغه پاکستان چې په دوه روپۍ خپل ځان وژني هغه به طالبان مفت تداوي کوي؟ طالبان سولې او ازاد تګ راتګ په پاکستان کې څه ډول کوي، وسلې له کومه کوي؟ ژمۍ چېرته تېروي؟ مشران يې چېرته ژوند کوي؟ خو د همدې ډلې مرستيال مشر ملا برادر پخپله خوله وايی چې ددوی مشران په پاکستان کې ژوند کوي.

نو چې پاکستان طالبانو ته وسلې ورکوي، ددوی مشرانو ته يې پناه ورکړې ده، ددوی ټپيان تداوي کوي، ددوی جنګيالي روزي، ددوی جنګياليو ته پناه ورکوي، ددوی سره مالي مرسته کوي، او ددې ټولو په بدل کې به له طالبانو څخه هیڅ نه غواړي؟

دومره مرسته خو د افغان حکومت سره غربيان هم نکوي څومره چې ددوی سره پاکستان کوي څومره چې پاکستان ددوی په خدمت کې ده.

طالبان څنګه د افغان حکومت په دې ملامتوي چې امريکا یې ملاتړ کوي نو غلام دی، ولې ددوی ملاتړ چې پاکستان کوي دوی نه دي غلامان، حقیقت دادی چې دواړه لوري ازاد نه دي، دواړه لوري پوره ازادۍ ته اړتيا لري او دا ازادي هغه وخت امکان لري چې په افغانستان کې سوله راشي او د يوه په ځان متکي افغانستان لپاره کار وشي.

ولس طالبان ښه پیژني، چې څنګه د پاکستان تر قوي حمايت لاندې دي، هېڅ اړتيا نشته چې دوی د قرآن او حديث تر نوم لاندې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي، هو افغان حکومت هم همدغه ډول تړلی دی او د خپلواکۍ په هکله یې هره ادعا د حقيقت څخه خالي ده.

نور نو پکار نده چې طالبان ځانونه ملايکې او د ازادۍ فرښتې معرفي کړي او نور خلک يا افغان حکومت د غلام او ازادۍ دښمن.

اوس پکار ده چې نور د پردیو د اسارت څخه د واقعي خلاصون لپاره کار وکړو، د سولې د راتګ د یو جوړجاړي د کېدو لپاره د موجودو فرصتونو څخه ګټه واخلو، يو بل د ټولو نيمګړتياو سره ومنو او د یو واحد او قوي افغانستان لپاره په ګډه کار وکړو.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.