نجونو ته،د ژوند ملګری مو له دې ځانګړنو وپېژنئ!
خبریال ویبپاڼه:د انسان په ژوند کې داسې ډېر وخت خلک د دې خبرې ادعا کوي چې دوی له تاسو سره مینه لري او غواړی تاسو د ژوند ملګری اوسي خو په داسې حال کې چې په دوی کې به ډېر لږ خلک ریښتني اوسي.
په دې نړۍ کې د د ښو انسانانو په اندازه بد هم شته خو مونږ د دوی په توپیرونو ډېر لږ پوهېږو ځکه په ظاهر کې ټول یو ډول خبرې کوي. اړینه خبره دا ده چې مونږ د انسانانو کړنو ته پام وکړو او پر دې ځان ډاډه کړو چې څوک له مونږ سره ریښتني مینه لری او څوک دي چې یوازې په خبرو کې ښه دي.
۱ـ ستاسو لاسته راوړلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي:
تل صداقت او ریښتنولي د انسان له عمل او کړنو څخه ښکاري نو تاسې په دې غور وکړئ، هغه کس څوک ده چې ستاسو لاسته راولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي؟
۲ـ تل ستاسو به فکر کې وي:
دا چې تل یې تاسې په یاد اوسئ دا ده لوی ثبوت ده چې څومره مینه درسره لري کنی نو ډېری خلک دا خاصیت لری چې له کوره ووځي نو د نورو خلکو ښځو ته یې سترګې پټې کړې وي.
۳- ستاسو کورنۍ ته درناوی کوي:
یو غوره انسان تل خپله مېرمن درک کوی او هېح داسې څه نه کوی چې په هغه تاسې خپه شئ نو دا خو یوه جوته خبره ده چې تاسې د خپل مور او پلار ته په بد ویلو خپه کېږئ نو دا کار هېڅ کله نه کوی.
۴ـ په ژوند کې له تولو څخه تاسو ته لومړیتوب درکوي:
تاسو ته له لومړۍ ورځې د دې پته کېدای شي چې تاسې به د یو چا ژوند کې ورته څومره ارزښت درلودی شئ که چېرې تاسو هوښیارې اوسئ او د خوږو خبرو په لومه کې یې ونه لوېږئ. ځکه ډېری جلکیانې یوازې د خبرو په ویلو خپل زړه بایلي او د ژوند ملګری ټاکي.
۵ـ د تاسو لاسته لپاره هر ډول ستونزې ګالي:
د هرې اړیکې په جوړېدو کې خامخا ستونزې رامخته کېږی خو دا په یاد ولرئ د دې ستونزو په مقابل کې یوازې ریښتیني او صادق خلک مبارزه کولی شي. ځکه په کاذب نفر چې ستونزې راشي نو ژر درنه تښتي او نورو ته ورځي ځکه دروغجن خلک له چا سره وفا نه لري په داسې حال کې چې وفاداره او شه خلک ستاسو لاس هېڅ کله نه پرېږدي.
۶ـ تاسې ورته تر تولو ښکلی ښکارئ:
مینه په ښایست،بدرن والي، سویه،تحصیل،سواد،پیسه او نور هېڅ څه پورې تړلې نه ده.که یو څوک په ریښتیا په چا مین وي نو که هر څومره بدرنګه هم اوسي د خاوند لپاره به یې د نړۍ تر ټولو ښایسته شاهزاردګۍ ښکاري.
۷ـ په کومو وختونو کې تاسې لا ښکلي هم نه یاست ، درسره مینه کوي:
بالکل، په انسان دا ډېر غم او ښادی راځي چې لا ځان پکې هېر کړي او نور د پخوا په شان تاسې ورته سینګار او خپله ښکلا نشئ څرګندولی.نو هغه کس مو ژوند ته وټاکئ چې په دې ډاډه اوسئ، هغه کس مو په هر حالت کې غواړي او پر تاسو مین دي.
لیکنه: مریم صدیقي
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.