The news is by your side.

امریکایي ځواکونو بیا د طالبانو په ټکولو پیل وکړ

امریکایی ځواکونو له څه د پآسه یوه کال وروسته یو ځل بیا پر طالبانو مرګوني ګزارونه پيل کړل.

تیره شپه او نن امریکايي هوایي جنګي الوتکو په کندهار کې د طالبانو په ډلو او مورچو یرغل کړی دی.

امریکایي مرکزي قوماندانی یا خبر پوخ بللی.

په افغانستان کې د امریکايي لښکرو ویاند سوني لیګرد ویلي یاد بریدونه يي د افغان ځواکونو په غوښتنه په ژیړي، پنجوايي، سپین بولدک او یو شمیر نورو سیمو کې تر سره کړي دی.

دا ښيي چې افغان ځواکونو لا هم د امریکايي ځواکونو پر هوایي قواوو تکیه کوي.

دا د طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ د دوحي تړون را وروسته د خپل ډول لومړی برید دی.

په برید کې د اوښتي مرګ ژوبلې شمیره نه ده ورکړل شوي.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.