د ستانکزي توندې څرګندونې، ځانته ړوند حکومت ته بينا شو

خبريال وېبپاڼه- د طالبانو د سياسي دفتر او مسکو ته تللي هيئت غړي عباس ستانکزي ننيو څرګندونو د رسنیو پام ځانته ور واړاوه، ده چې نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې د افغانستان تېر او اوس سره پرتله کړل او په افغانستان کې يې ددولت په اوسني کار او خدماتو باندې خبرې وکړې.

ستانکزی که څه په ذاتي ډول افغان حکومت ته ډېر وخت غوسه وي خو په خپلو نننیو څرګندونو کې يې داسې خبرې هم وې چې څوک ورڅخه انکار نشي کولی.

ده د افغانستان د حکومت د ننه په روان فساد نیوکې وکړې وکړې په عدلي سيستم او د قانون د پلي کولو په څرنګوالي باندې يې هم خبرې وکړې.

ستانکزي وویل چې په افغان حکومت کې همدا اوس که یو څوک په دفتر کې لس ډالر رشوت واخلي نو نیول کېږي او جزا یې ورکول کېږی مګر که یو څوک پنځوس میلیونه ډالر او طلاوې د افغانستان څخه وباسي نو هغه باندې د قانون عملي کولو څوک نشته.

که څه د ستانکزي خبرې په افغانستان کې د حکومت د عدلي سيستم د خوسا کیدو نمونه ده او خبرې يې حقيقت لري خو د طالبانو په خوا کې هم حالت بدل نه دی، بلکې په کليو کې همدا اوس که طالبان يو څوک د يوې نجلۍ سره په خبرو هم ګیر کړي نو سنګساروي يې خو خپل لوی لوی قوماندانان يې که د چا په لور تېری هم وکړي نو د پیسو او زور په وسيله مسله پټه حل کوي او همغه طالب قومندان سبا سرې سترګې ګرځي.

عباس ستانکزي د مخدره موادو په هکله هم خبرې وکړې، ده وويل چې د طالبانو په وخت کې ددوی مشر په یوه فرمان باندې په نشه يي توکو بندیز ولګاوه او په افغانستان کې یې ددې توکو تولید د صفر کچې ته راټيټ کړ خو نن دادي د ټولې نړۍ ۹۵ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې تولید کېږي، ده وويل چې د نشه يی توکو د مخنیوي لپاره یو قوي مرکزي حکومت ته اړتيا ده.

ستانکزی په داسې حال کې په حکومت باندې د نشه يی توکو په وړاندې د بې پروایی نيوکه کوي چې د نشه يي توکو په تولید کې دوی هم پراخ لاس لري، د جګړې د تمويل يوه سرچينه یې هم نشه يي توکي دي.

ستانکزي ښې خبرې وکړې که څه هم توندې وې خو دا خبرې يو طرفه وکړې او هغه څه يې ياد کړل چې دوی پخپله هم ورباندې اخته دي، پکارده د حکومت ترڅنګ دوی هم خپل ګرېوان ته وګوري او څه چې غواړی په څه چې نور ملامتوي او وژني يې لومړی هغه د خپلو صفونو څخه لرې کړي.

افغان ولس نه نور د طالبانو او افغان حکومت دعوو ته حوصله لري او نه د اوسني وضعيت، بلکې څه چې شوي دي هغه شوي دي، اوس وخت ددې رارسیدلی دی چې نور دواړه لوري په داسې يوه معقول جوړښت سره سلا شي چې يو طرف هم د ماتې حس ونکړي.

که طالبان غواړي ځان اتلان اعلان کړي او په افغان حکومت باندې يو داسې جوړښت منل غواړي چې هلته د اوسنیو حکومتي چارواکو هسې تش نوم وي نو دا خو بيا دا لوری نه مني او د جګړې ددوام سبب کېږي افغانان د جګړې څخه ستړي دي او جګړې په کافي کچه ځورولي دي نور پکار ده چې دواړه لوري یو بل وزغمي او په یو مشترک او عادل جوړښت توافق وکړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More