The news is by your side.

خلک ولې د جنایتکارانو په نیولو کې له حکومت سره همکاري نه کوي؟

خبریال وېبپاڼه/ د قانون په تطبیق کې له مصلحته کار اخیستل او سلیقوي چلند کولو پر حکومت د خلکو باور ته زیان اړولی دی او له همدې موقع په ګټې اخیستنې د هېواد په ګوټ ګوټ یو شمېر داړه مارانو سرونه راپورته کړي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د عام ولس په مقابل کې هم لاس په ماشه ولاړ دي.

له دغو داړه مارانو یو هم د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې علیپور په نوم یو محلي قوماندان دی، چې د ولسمشر اشرف غني د دویم مرستیال سروردانش له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او حتی د دانش په ضمانت له بنده خوشې شوی دی.

تېره شپه د علیپور په مشري د دانش ملیشو بیا پر امنیتي ځواکونو برید کړی او د ملي اردو یوه چورلکه یې هم نسکوره کړې ده چې پکې نهه تنه شهیدان شوی دی. امنیتي ځواکونو بیا بیا هڅه کړې چې علیپور ونیسي، خو د ځايي خلکو د مداخلې او د سرور دانش د غیر مستقیمو فشارونو له کبله نه دي توانېدلي چې دغه جګړه مار د قانون منګولو ته وسپاري.

علیپور په بېلابېلو جنایتونو کې لاس لري، غلاوې، د ملکي خلکو وژل او ځورول، د محلي ادارې مسوولینو بې واکه کول او نور موارد یې ځینې بېګلې دي، خو د دغه جګړه مار په نه نیولو کې له د سرور دانش له مداخلې ور هاخوا د خلکو نه همکاري هم یوه ستونزه ده.

دا چې خلک ولې له حکومت سره همکاري نه‌ کوي بېلابېل دلایل لري، خو تر ټولو څرګنده بېلګه یې له زورواکو او جنایتکارانو سره توپیر چلند کول دي، چې له امله یې له دولت سره د خلکو همکاري د ورته جنایتونو په مخنیوي کې کمه ده.

د بېلګې په توګه که حکومت په مزار کې قیصاري، په پنجشر کې حمید خراساني او کرام الدین کریم او په هرات کې حبیب الله غوریاني نیولي وای او قانون یې پرې تطبیق کړی وای، نن به هزارګان د علیپور په نیولو کې د حکومت مخې ته نه درېدل او حتی همکاري یې ورسره کوله، مګر حکومت د دغو زورواکو په نه نیولو هم ځان وشرماوه او هم یې په امنیتي ځواکونو ملنډې ووهلې.

حکومت وار وار ادعا کړې چې قیصاري، خراساني، غوریاني او کریم جنایتونه ترسره کړي، د افغانستان امنیت یې ننګولی، څو څو ځله پسې ورغلل او ویې نیول، مګر بېرته د مصلحت له مخې خوشې شول، دوسیې یې سپینې شوې او اوس بېرته ازاد ګرځي.

د علي‌پور قضیه هم همداسې قیاس کړی، حکومت چې په ځلونو ځلونو د نوموړي د محاکمې ټټر وهلی و، د نیول کېدو لپاره یې عملیات ترسره کړي، مګر تر نیول کېدو وروسته بېرته په عزت خوشې شوی او یا یې د نیول کېدو هڅه شوې مګر امنیتي ځواکونو ته دغه عملیات د سر په بیه تمام شوي دي.

دې ته ورته قضیې نورې هم ډېرې دي، مګر حکومت یې اساسي عوامل نه دي په ګوته کړي چې ولې یې نه شي نیولی او یا خلک ولې د زورواکو په نیولو کې ورسره همکاري نه کوي؟ اوس د دې وخت را رسېدلی چې حکومت د خلکو په نه همکارۍ جدي فکر وکړي او له ځانه وپوښتي چې ولې خلک د جنایتکارانو، ترهګرو او په ډول ډول درغلیو تورنو اشخاصو په نیولو کې همکاري نه کوي؟ اصلي علت څه دی؟ ایا د قیصاري، خراساني او علیپور دوسیو کې توپیري چلند خو به خلک نه وي بې باوره کړي؟ ایا د ارګ مېشتو مالي، اخلاقي او اداري فساد خو به د حکومت او ولس ترمنځ اړیکې نه وي قطع کړې؟

حکومت که د قانون تطبیق غواړي، باید په ټولو جنایتکارانو، مجرمینو او په فساد تورنو اشخاصو سره یو ډول چلند وکړي، داسې نه کېږي چې قیصاري دې د دولتي چورلکه کې له مزاره کابل ته په عزت راوستل کېږي او علیپور دې بیا نیول کېږي. قانون ، قانون دی او باید د عدالت پر بنسټ تطبیق شي. که داسې وشول بیا به وګورئ چې ولس خپله له دولت سره د جنایتکارانو په نیولو او قانون ته سپارلو کې مرسته کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.