The news is by your side.

عبدالله: طالبانو نور باید په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړي

خبریال وېبپاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، سره له دې چې حکومت د سولې د تامین لپاره وار وار خپل ښه نیت څرګند کړی، خو طالب ډلې تر اوسه په دې برخه کې واقعي هڅه نه ده کړې.

نوموړي په مسکو کې د سولې اړوند جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د دوحې د بین الافغاني خبرو اترو او د پنځه زره طالب جنګیالیو له خوشې کېدو وروسته د حکومت تمه دا وه چې جګړه به ودرېږي، خو هر څه برعکس و.

د نوموړي په وینا، د دوحې د خبرو اترو او طالب بندیانو تر خوشي کېدو سربېره طالبانو جګړې ته شدت ورکړ او ان هدفي وژنې یې اوج ته ورسولې، چې یوازې عام افغانان یې قرباني شول.

عبدالله زیاته کړې، چې اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او طالبان نور باید په ګریوان کې سر ټیټ کړي، تر څو سوله تامین او د ناولې جګړې ټغر ټول شي.

هغه په ډاګه کړې چې ۴۰ کلنې جګړې نه یوازې زرګونه افغانان قرباني کړل، بلکې ملي بنسټونه، اساسي زېربناوې او عامه تاسیساتو ته هم ستر زیانونه اوښتي چې جبران یې ناممکن دی.

د نوموړي په خبره، چې سوله بایلونکی او جنګ ګټونکی نه لري او نور باید له دیپلوماتیکو لارو چارو په ګټې اخیستنې یو داسې اقدام واخیستل شي، چې جګړه ختمه او د افغانانو د نېکمرغي سبب وګرځي.

عبدالله همدا راز ویلي چې د سولې په تړاو د ترکیې غونډه به د دوحې مذاکراتو ادامه وي او مسایل به لا پسې شاربل کېږي، تر څو یوه دایمي سوله رامنځته شي.

که څه هم د مسکو غونډه کې ګډونوالو د سولې اړوند مفصلې خبرې اترې کړې دي، خو رښتیا دا دي چې هر څه د امریکا د خوښې او غوښتنې مطابق مخته ځي او د سولې او جګړې برخلیک به هم پخپله مالوموي.

د شنونکو په باور، که چېرې امریکا د سولې اړوند د نوې جوړې شوې طرحې تطبیق ته ښکېل اړخونه مجبور کړي او د دوی شخصي غوښتنې شا ته وغورځوي، نو ښايي چې د سولې او جګړې برخلیک مالوم شي او که داسې ونه کړي، مذاکرات به ادامه ولري، مګر نتیجه به یې د تېر په څېر ګونګه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.