حیات الله حیات د کورنیو چارو سرپرست ټاکل سوی

خبریال ویبپاڼه/ ویل کیږي چې د ولسمشر غنی له لوري حیات الله حیات د مسعود اندرابي پرځای د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ټاکل سوی او همدارنګه محمد ایوب سالنګي د دې وزارت لومړی مرستیال ګمارل سوی.

په وړاندو سویو مالوماتو کې ویل سوسي چې دغه ګمارنې د امنیتي سکتور په برخه کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ او امنیت ښه والي په موخه رامنځ ته سوې، او همدرانګه ویل سوي د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ کال پوري د ځان بسیاکیدنې پر لور ا جنډا د عملي کولو په موخه ترسره سوې.

په کابل او لایتونو کې امنیت؟

که څه هم د کورنیو چارو وزارت او په ټوله کې د افغانستان د امنیتي سکتور مسؤلینو د کابل او ولایتونو د ښه امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړ خو د څو میاشتو مبارزې وروسته بیاهم په کابل او ولایتونو امنیت خوندي نه بلکي تر هغه هم خراب سو، خو دولت بیاهم خپلې ناکامې چارې مخ ته وړلې چې نن يې په یوه اقدام کې د کورنیو چارو وزیر او لومړی مرستیال له ندو لیري کړي او پرځای يط نوي کسان ګمارل سوي.

د کورنیو چارو وزارت د نوي مشرتابه سره امنیت خوندي او ډاډمن سي دا به راتلوونکی مالومه کړي خو د وزارت د مشرتابه د ټاکلو پرمهال ویل سوي چې نوې رهبري به په لومړي قدم کې د امنیت د سمون، د قانون د تطبیق او له جرایمو سره د بهتري مبارزې لپاره پرېکنده اقدامات کوي.

تر کومه بریده شوني ده چې د کابل او ولایتونو امنیت به خوندي سي، تراوسه پوري په محلي کچه دولت زیات بدلونونه راوستلي او کومه ګټه يې نه ده کړې د کابل ښاریانو او ورسره څنګ کې د نورو ولایتونو د اوسیدونکو هر سهار په چاودنو پیل کیږي خو دولت د حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی.

په وروستیو کې هدفي وژنې د چسپکي ماینونو چاودنې خلک خورا په اندېښنه کې اچولي او له دولته غواړي چې د دې بد حالت مخنیوی وکړي.

دولت ښايي د کورنیو چارو وزارت په مشرتابه کې بدلون د حالت د کابو کولو لپاره ترسره کړی وي خو لا هم مالومه نه ده چې دا به کومه ګټه وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More