The news is by your side.

داسې سړک جوړیږي چې ایران او افغانستان نښلوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ټولګټووزارت دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام کلا او دوغان سرحدي سیمې ترمنځ دوه طرفه سړک رغوي چې د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره به زیاتي اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

د یاد وزارت د مالوماتو پر اساس چې  د دې  سړک دا دوه اړخیزه جوړجاړی د دواړو هېوادونو د ټاکل سوي پلاوي په شتون کې لاسلیک سو چې زیاتي اسانتیاوي به رامنځ ته کړي.

ياد جوړجاړی د هغې مصوبې د اووم (۷) بند په رڼا کې تر سره شو، چې د ۱۳۹۹ کال په مېزان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي چارو د مشترک کميسيون په شپږمه ناسته او ورسره ضميمه ډيپلوماټيک ياداښت کې درج سوی و.

د مالوماتو له مخې چې دا سړک ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې په دوه طرفه ډول په پاخه او اساسي  ډول سره رغول کیږي.

په دې باب د ټولګټو وزیر نجيب الله يمين وايي د اسلام کلا – دوغارون تر منځ د سړک اساسي رغونه د افغانستان د ټرانزيټي معضلو د هواري په برخه کې يو لوی پرمختګ دی چې له لسګونه کلونو ځنډ وروسته رامنځته کېږي.

په افغانستان کې لويي لارې؟

په افغانستان روانه جګړه هغه څه دي چې لويي لارې تخریب او خلک يې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي د کابل کندهار لویه لاره چې له هره پلوه د افغانستان له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کیږي د مرګ پرحالت پرته ده او پردې لاره تلوونکي او راتلوونکي خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

پردې لویه لاره باندې لوی پلونه پلچکونه الوزول سوي او په کومو برخو کې چې دا ستونزه نه وي د سړک د قیر کیفیت ټیټ سوی او تر ډیره بریده سړک له منځه وړل سوی.

عام خلک سوداګر او موټر چلوونکې وايي چې دولت دي د دې لويي لارې د جوړیدلو لپاره پاملرنه وکړي او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د لارې له تخریب څخه دي لاس واخلي.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د دې دوه طرفه سړک په جوړیدلو سره له اسلام کلا څخه تلوونکې او راتلوونکي لویو بار موټرونو ته خورا ډیري اسانتیاوي برابرې سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.