The news is by your side.

د ماسکو، کنفرانس وروسته درې میاشتنی اوربند

خبریال ویبپاڼه/ د ماسکو له کنفرانس وروسته یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې امریکا او طالبان پر یوه لنډ مهاله اوربند سلا سوي او یو لنډ مهاله اوربند به رامنځ ته سي.

د دې سرچینو په حواله ویل سوي چې امریکا د یوې طرحې پر بنسټ چې له طالبانو سره درې میاشتنی اوربند کړی چې له مخې به یې طالبان د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نکوي او د ولسوالیو مرکزونه به نه نیسي.

د مالوماتو له مخې چې دا هوکړه او طرحه په غیري رسمي خبرو کې له طالبانو سره شریکه سوې چې نتیجه یې هم ورکړې او منل سوې ده.

په دې اړه تراوسه طالبانو، امریکا او افغان دولت څه نه دي ویلي.

د ا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې نن طالبانو امریکا ته په خبرداري کې ویلي که چیري خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي نو له جدي غبرګون سره به مخ سي.

وسلوالو طالبانو په تازه څرګندونې ویلي  چې امریکا دي د دوحې هوکړې سره سم خپل سرتیري له افغانستانه وباسي هغوی ویلي چې د هوکړې ژمنتیا مهمه ده.

د طالب مذارکراتي پلاوی غړي سهیل شاهین په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا تر مي میاشتي پوري وخت چې  باید خپل سرتیري له افغانستانه وباسۍ او کچه چیري داسې ونکړي نو له جدي غبرګونونو سره به مخ سي.

هغه هیله ښودلې چې امریکا به حتمن افغانستان د مي میاشتي تر لومړي نېټې پریږدي ځکه اتلس میاشتي وخت يې ونیوی چې دوی له امریکا سره دې  هوکړې ته ورسیدل، هغه وویل که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو دوی به د جګړې پر ځای پر سوله زیات تمرکز وکړي.

هغه د خبرو او مذاکراتو موضوع ته په اشارې وویل چې له د امریکا له وتلو وروسته د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته پر رسیدو باندې به اوربند وسي

هغه ټینګار وکړ که امریکا په مي میاشت کې ونه وزي نو داسې فکر به وسي چې ګواکي د دوحې له هوکړي څخه سرغړونه کوي او دوی به یې پر وړاندې جدي غبرګون وښيې.

تراوسه پوری په رسمي ډول سره د دې اوربند او هوکړې په هکله څه نه دي ویل سوي خو له دې کنفرانسه همدومره تمه کیدله چې باید یوڅه ترسره سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance