The news is by your side.

سادات خپلو سرتېرو ته: علیپور او وسله وال یې په نښه کړئ

خبریال وېبپاڼه/ د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان سمیع سادات وایي، امنیتي ځواکونه به علي‌پور د هغه غیري مسئوله وسله‌وال او د هغه پلویان په بهسودو، کابل او نورو سیمو کې په نښه کړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان سمیع سادات تېره شپه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و: ((امنیتي ځواکونه به د کریم رحیمي او نورو ملګرو قاتلین او د مزدور علي‌پور ټول پلویان او غیري مسئوله وسله‌وال او د هغه ملاتړ کوونکي لکه لېوني سپي په بهسودو، کابل او نورو سیمو کې په نښه کړي. ))

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې په خپلو پوستو، حوزو، لویو لارو او کلیو کې په ډېر ویاړ سره علیپور او د هغه پلویان له منځه یوسئ.

دا په داسې حال کې دی چې تېره چهارشنبه د شپې په بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور وسله‌والو د افغان پوځ یوه الوتکه په نښه کړه چې له کبله یې د څلورو پیلوټانو په ګډون نهه کسان په کې ووژل شول.

داغه راز افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو د ورځې نمانځغونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې په بهسودو کې د وژل شویو سرتېرو او پیلوټانو قاتلین به نیسي.

دغه راز دفاع وزارت هم ویلي چې ژر تر ژره به د یادې پېښې عاملین ونیول شي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

علیپور څوک دی؟

عليپور د هغه ياغي قوماندان نوم دی چې د ايران له لوري ملاتړ کېږي او په حکومت کې د ځينو عناصرو له لوري برنامې ورکول کېږي. عليپور شاوخوا درې کلونه مخکې د ولسي وګړو د وژنې او بربادۍ په جرم د ملي امنيت له لوري ونيول شو چې بيرته د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په ضمانت له زندانه خوشي شو. عليپور هغه وخت ډېر مشهور شو چې د ميدان وردګو په بهسودو کې يې د ولسي وګړو قتل عام وکړ. تر دې مخکې په حکومت کې د هزاره وو مشرانو له لوري په ښکاره توګه د هغه ملاتړ کېدی. فکر کېدی چې د عليپور جګړه ماران په خپلو سيمو کې د طالبانو پر ضد جنګېږي. خو داسې ونه شول. عليپور د ولسي بربادۍ تر څنګ د خپل ټوپک خوله د افغان ځواکونو پر لور سېخه کړه. د طالبي تروريستانو په څېر يې د وطن له سربازانو سره جګړه اعلان کړه. په ميدان وردګو کې يې څو ځله پر امنيتي پوستو جګړې وکړې. د بيت المال له چور څخه د ولسي وګړو تر باج ګيريه پورې په ټولو جنايتونو کې ښکېل شو. عليپور په مستقيمه توګه د ايران د تروريستي ډلې فاطميون قوماندان دی. هغه ته دستور ورکول کېږي چې د داعش يا طالبانو پر ضد د هزاره لږکيو په ملاتړ ټوپک واخلي، خو تر شا يې د داخلې جنګونو او تعصبونو برنامې پټې دي. عليپور له ځانه فرعون جوړ کړی. په سيمه کې هيڅوک د ده له اجازې پرته هيڅ ډول حقوقي، مدني او سياسي کار نه شي کولی. د عليپور وسلوال په خپله سيمه کې پر ولسي وګړو ظلمونه کوي. باج ترې غواړي. د طالبانو په څېر له مځکو عشر وزکات اخلي. ماليات ترې ټولوي. که هلته ته کومه پروژه يا د ابادۍ لپاره مرسته ځي، عليپور د ټوپک په زور خپله ونډه ترې اخلي. د دې قوماندان جګړه ماران چې نالوستي، ناخبره او جاهل افراد دي د انسانانو وژنه ډېره عادي ورته ښکاري. که چا د دوئ د جنايتونو پر ضد ږغ پورته کړ، عليپور يې سر ترې پرې کوي. عليپور د سګوانۍ د سپي په څېر ساتل شوی. کله ارګ ته پرې غپل کېږي، کله ملت ته او کله سرتېرو ته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.