The news is by your side.

۲۱ کلنه مشهوره نجلۍ پنځوس کلن سړی وخوت

خبريال وېبپاڼه- نن سبا د شهرت لوږه تر بل هرڅه زياته شوې ده او خلک د شهرت د ترلاسه کولو لپاره په ځانګړي ډول په غيرې اسلامي هېوادونو هرڅه کولو ته تیار دي، په دې لاره کې بيا ځینې وخت بعضې کسان حيرانونکي کارونه هم کوي چې ان باور کول ورباندې سخت وي.

همداسې يوه پېښه اوس د جاپان په هېواد کې شوې ده، په دې هېواد کې وروسته له هغه دا تازه خبر وايرل شو چې کله خلک پوه شول چې يو پنځوس کلن سړي د يوې نجلۍ تقليد کړی دی او په دې ډول یې په ټولنيزو رسنيو کې په زرګونو تعقيب کوونکي ترلاسه کړي دي.

د ارزوساګا په نامه د ټویټر حساب چې ورڅخه به دې کس هره ورځ خپل انځورونه شېر کول تر شل زرو پورې نوي تعقيب کوونکي ترلاسه کړي، دې پنځوس کلن سړي به د خپلو چکرو په مهال په ځانګړي ډول په خپل موټرسايکل باندې د سفر په مهال خپل انځورونه اخيستل او خپرول به يې.

خو دا پیښه وروسته له هغه دومره زیاته رسنیزه شوه کله چې دده يوه انځور د تعقيب کوونکو پام ور جلب کړ، يو انځور چې ده خپور کړی و دا هرڅه افشا کړل، په انځور کې د موټرسايکل اينه کې منعکس شوی د یوه کس انځور ښکاري کوم چې نارينه دی.

ددې انځور خبره په جاپان کې رسنیزه شوه او د يوې تليفوني شبکې خبريال پلان ونيوه چې دا کس به پيدا کوي، له څه ځنډ وروسته خبريال دا کس په موټرسايکل د سفر په مهال وموند او ورڅخه یې هيله وکړه چې خپله خولۍ لرې کړي.

کله چې دې کس خولۍ لرې کړه نو ښکاره شول چې يوه نجلۍ نه بلکې يو نارينه دی چې عمر يې د پنځوسو کلونو په شاوخوا کې دی.

ده د فېس اپ او ځینو نورو پروګرامونو څخه په استفادې سره په ډېر ماهر ډول خپل انځورونه بدل کړي و او د يوې ځوانې نجلۍ په انځور یې اړولي و.

په ټولنيزو رسنيو کې ددې مسلې په هکله غبرګونونه زيات و، دې کس چې پخپل اعتراف کې ويلي و چې صرف د شهرت لپاره یې دا کار وکړ، د شهرت اړوند د خلکو فکر بدل کړ.

ځينې کسانو ويلي و چې په نړۍ د شهرت ويروس لګېدلی دی ځينې کسانو بيا د هغه د انځرو اپډيټ کولو وړتیا ستايلې وه ځینې نورو بيا ويلي و چې نور يې په ټولنيزو رسنيو کې په هیڅ شي باور نه دی پاتې شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.