محب: د طالب او علیپور توپیر نسته

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې د افغان ملي پوځ یوه چورلکه د میدان وردګو ولایت کې ولویده او پکښي ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ په هکله زیات شمېر غبرګونونه را وپاریدل تازه د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې علیپور جنایت کار دی.

حمدالله محب نن یوې  خبرې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د علیپور او طالب هیڅ توپیر نسته او په اړه به یې ډیر ژر اقدام وکړو، او په وړاندې به یې ودریږو.

محب وویل هرڅوک چې پر افغان ځواکونو باندې برید کوي د هېواد دښمن دی او د همدې ځواکونو په مټ به خورا سخت وځپل سي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې د عليپور او طالب فرق نسته او غیري مسؤل وسله وال به د خپل عمل ځواب او سزا ویني تیره ورځ د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا هم ویلي وو، چې د بهسودو د پیښي عاملین به خپله سزا او ځواب ویني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهسودو ولسوالۍ پیښي په اړه وویل چې بې تفاوته نه پاتيږو او د دې پیښي عاملینو ته به سخته سزا ورکړو.

د بهسودو پیښه کې د افغان ملي ځواک ۵ سرتیرو او ۴ کسه د الوتکې عملې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دې الوتکې پیلوټ محمدرحیم کریمي نومیدی چې موده وړاندې يې د خپلې الوتکې په وسیله د ۴۰۰ بستریز روغتون باندې د برید پرمهال ګڼ شمېر هېوادوال ژغورلي ول.

د الوتکې لویدلو پیښي وروسته په محلي کچه هم خلکو د ټولنیزو رسنیو له لارې دې  پیښي ته غبرګون وښود او له افغان دولته يې وغوښتل چې عليپور هېواد دښمنه شخص ته د خپل عمل سزا ورکړي هغوی پر دولت نیوکه وکړه چې د غیري مسؤلو وسلوالو په وړاندې چوپ پاتي دی او کوم اقدام نه کوي.

اوس تازه راپورونه وايي چې دولت د عليپور په وړاندې د کوم اقدام په تکل کې دی داسې راپورونه خبريال وېبپاڼې ته رسېدلي چې ګواکی د باميانو ښار نظامي  شکل نيولی، تر سلو ډير نظامې ټانګونه باميانو ته تللی او امنيتي ځواکونه په عليپور او وسله والو يې د بريد او ځپلو پلان لري چې دا د خلکو د غوښتنو سره سمه کړنه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More