افغان میرمنې په ۱۳۹۹ کال کې

خبریال ویبپاڼه/ افغان میرمنې په ۱۳۹۹ کال کې له ګڼو ستونزو سره مخ سوې خو په دې مطلب کې د دوی د پرمختګ خبرونه درته لرو چې ښه خبرونه ورته ویلای سو.
په برېښنايي پیژندپاڼو کې د مور نوم ثبتېدل تیر ۱۳۹۹ لمریز کال کې په برېښنايي پيژندپاڼو کې د مور نوم ثبتیدل تاید سول او کله چې دا افغان ولسمشر تاید کړل له هغې ورځې را په دې خوا پيژندپاڼو کې د مور نوم لیکل جبرې سول
دویم خبر د هدفي وژنو ۷ قرباني میرمنو ته د زړورو ښځو جایزه ورکول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري اوه افغان میرمنو ته چې خپل ژوند يې د هدفي بریدونو په ترڅ کې له لاسه ورکړی وو، د زړورو میرمنو جایزې ورکړي
دریم خبر د ۱۳۹۹ لمریز کال د غوره راپورونو په کتار کې یو هم د رباټیک ټیم له لوري د کرونا ویرویس ناروغانو لپاره د تنفسې الې جوړول وو، چې له سختو هرکلیو سره مخ سو او ويې ښوده چې افغان میرمنې په ډیری برخو کې کولای سي چې ځان ښه ثابت کړي، د هېواد د رباټیک ډلې کله چې په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د نړیوالو سیالیو برخه او د لته يې غوره جایزه ترلاسه کړه د خبرو سرټکي سول، کله چې په هېواد کې کرونا رامنځ ته کیږي نو د رباټیک دا ډله لاس په کاریږي او ورته تنفسي اله جوړوي چې تر نورو تنفسي ماشیونونو ښه او زیاته ارزانه ده.
د همدې پیړۍ او کال بل غوره خبر د دالامان ماڼۍ کې چې تازه رغول سوې د هرات د میرمنو له لوري شپږمه نړیواله د فلمونو جشنواره ده چې پرانستل سوه.
ویل کیږي چې دې مېلې جشنوارې ته د نړۍ له ۱۲۲ هېوادونو څخه د ښځو سېنما برخه کې او په عمومي ډول سره په دوه برخو کې تر درې زره زیات فلمونه را استول سوي چې پکښي يې برخه واخستله.
د ورزش په برخه کې افغان میرمنې د دې دولت په راتګ سره افغان میرمنو د نورو پرمختګونو ترڅنګ ورزش کولو ته هم مخه کړه او په بیلابیلو ورزشي برخو کې دا مهال لوبیږي، چې له دې ډګره هم خورا ښې لاس ته راوړنې لري.