The news is by your side.

که علي پور ونه نیول شي لويې فاجعې ته د پاچا پام دی؟

خبريال وېبپاڼه- څو ورځې وړاندې هزاره وسله وال د افغانستان د ملي پوځ الوتکه په نښه کړه او پينځه تنه افغان پوځيان يې په شهادت ورسول.

حکومت د یو ډېر ضعيف موقت څخه په دې اړوند لومړۍ خبرپاڼې خپرې کړې، د حکومت ډېری چارواکو په داسې حال کې چې په دې باندې پوهېدل او ان ځینې رسنیو خبر ورکړ چې علي پور مني چې دا الوتکه دده په امر دده کسانو ويشتلې ده، په خپلو خبرو او خبرپاڼو ددې جرت نه درلود چې د علي پور نوم واخلي.

که څه هم غني او نورو امنیتي مشرانو وويل چې سخت بدل به واخلي خو ددوی ارادې له دې ځايه معلومېدې چې دوی نشو کولی صرف د علي پور نوم هم واخلي.

وروسته بيا علي پور په رسمي مرکه کې یوه ایراني تلويزیون ته دا ومنله چې دا الوتکه ده ويشتلې ده، نور نو حکومت د شرمه وويل چې د افغان پوځیانو الوتکه علي پور ويشتلې ده.

له دې وروسته اوس ويل کېږی چې حکومت په باميانو کې عمليات پيل کړي دي او د علي پور څو کسان يې له منځه وړي او دده د نیولو او یا وژلو لپاره عمليات دوام کوي.

دا ښه خبره ده چې علي پور یا له منځه یوړل شي او یا هم ونیول شي او د خپلو کړنو جزا وويني، چې دا خبره ډېره د باور وړ نه ده.

ځکه افغان پوځيانو تېر ځل هم په ډېرو قربانيو علي پور ونیوه خو سرور دانش د زندان په ځای علي پور په ارګ کې ساته وروسته یې هغه ښه په خندا خوشي کړ او تعهد يې ورڅخه واخيست چې بيا به دا ډول کړنې نکوي.

په افغانستان کې یوازې سياسي معاملې نه دي روانې بلکې جنايي معاملې هم په ارګ کې کېږي.

اوس په ولسمشر او ټول حکومت کې دومره زړه نشته چې سرور دانش ته وايي چې دا پینځه تنه افغان پوځيان او پېلوټان چې له منځه یوړل شول دا اوس ته پخپله تعهد نامه را ژوندي کړه، اوس به ستا ضمانت څه په درد وخوري.

اوس که علي پور ونيول شي او خپله سزا وويني او یا هم له منځه یوړل شي نو دا هغه څه دي چې اړتیا یې ده، دا به ښه خبره وي، خو که عمليات کېږی او علي پور بيا هم ونه نیول شي او ددې عملياتو په ترڅ کې بې ګناه خلکو ته زيان ورسېږي او د دښمن او پرديپالو رسنۍ دا عملیات داسې ښکاره کړي چې هزاره خلک ورباندې را وپاروي نو دا به بيا د یو بل نفاق او فاجعې پيل وي چې ددې مسول به ولسمشر او سرور دانش وي.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.