The news is by your side.

د دوستم او ملا فاضل د جنجال ترشا اصلي سبب څه دی؟

خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکي په مسکو کې د غونډې په مهال د طالبانو د یوه استازي ملا فاضل او دوستم ترمنځ لفظي شخړه شوې ده، دا چې دا لومړي خبرونه د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو له لوري و او کومې معتبرې رسنۍ نه و خپاره کړي نو ډېر باور ورباندې ونشو.

خو وروسته وروسته ښکاره شو چې دا خبره سمه ده او داسې يو جنجال رامنځته شوی دی، ددې لپاره چې که چا نه وي لوستی هغه يې هم ولولي نو لنډ ددې پېښې یادونه یو ځل موږ هم کوو.

په مسکو کې د جوړې شوې غونډې په مهال دوستم غوښتل چې د طالبانو د يوه استازي چې ورسره مخکې ده شناخت درلود ستړي مشي او پوښتنه وکړي خو کله چې دوستم د ملا فاضل په اوږه لاس اېښی دی او له هغه څخه یې پوښتلي چې څنګه ياست، ملا فاضل په غوسه ناک ډول دده لاس له ځان هخوا ټېله کړی او ده ته يې غدار او خاين ويلي دي.

دا چې ولې په ملا فاضل د دوستم حوال پرسي دومره بده ولګېده د يوې پېښې سره تړاو لري په کومه کې چې دوستم تسليم شوی فاضل امريکايانو ته سپارلی و.

د طالبانو او دوستم ځواکونه د ملا فاضل په مشرۍ د يو بل سره ځو ځله جنګېدلي و چې په پای کې ملا فاضل دوستم ته تسليمي ومانه، دوستم ملا فاضل د څه وخت ساتنې وروسته امريکايانو ته حواله کړ او امريکايانو هم ملا فاضل د ګوانتامو زندان ته واچاوه.

ويل کېږي په مسکو کې د طالب استازي د توند‌ غبرګون وروسته ښاغلي دوستم مسکو ترک کړ او مالومه نشوه چې د ترکيې لاره يې ونیوه که د ازبکستان.

د مسکو په غونډه کې د دوستم لپاره یوازې دا تريخه خاطره نه وه، بلکې دوستم دې غونډې ته د نظامي لباس سره تللی و چې د طالبانو په غوښتنه مجبور شو هغه لباس لرې کړي او بله دا چې ده ته په دې غونډه کې د خبرو کولو مهلت هم نه و ورکړل شوی.

ددې پېښې په تړاو د افغانانو غبرګونونه مختلف و، يو ډله افغانانو په طالبانو نیوکه کړې وه چې نور بايد د تېر تاريخ حساب او کتاب پرېښودل شي او د زغم څخه کار واخيستل شي.

خو د بل لوري یوه ډله افغانانو بيا ويل چې دوستم لومړی بايد د نظامي لباس سره دې غونډې ته نه وی تللی و دوهم یې بايد هېڅ جرت نه وی کړی چې دداسې يو چا احوال پرسۍ ته ورشي چې دده له لاسه يې کلونه د نړۍ په ترټولو سخت زندان کې تېر شول.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.