The news is by your side.

سرتېرو د علي پور وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور غیر مسوولو وسله والو ته درنه مرګ ته ژوبله اړولې ده.

 د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د غیر مسوول وسله وال قومندان عليپور پر ضد یې د بهسودو ولسوالۍ په بېلو برخو کې عملیات کړي دي او د هغه د وسله والو مرکزونه او پوستې یې په نښه کړي دي.

سرچینه کاږي چې په دې عملیاتو کې د عليپور ۱۲ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي او پر ضد یې عملیات لا هم روان دي.

 عليپور په بهسودو کې غیر مسوول وسله وال دی چې په کابل کې د ځینو سیاسیونو ملاتړ له ځان سره لري او په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه په نښه کړې او ځانګړو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دې مسئلې سخت غبرګونونه پارولي دي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د هغه د نیولو او له منځه وړلو غوښتنه کوي، خو له دې سره سره حکومت د هغه د نیولو په اقدام کې زړه او نا زړه و.

خلک ولې د علیپور په نیولو کې مرسته نه کوي؟

د علیپور له وسله والو ور هاخوا د ده د نیولو پر مهال د خلکو مداخله د دې لامل شوې چې نوموړی د امنیتي ځواکونو له لاسه ووځي او ونه نیول شي، ځکه چې خلک په هغه اندازه چې لازمه ده له حکومت سره مرسته نه کوي.

د خلکو د نه همکارۍ یو دلیل له زورواکو سره توپیري چلند دی، چې له یوه او بل سره د مصلحت له مخې چلند ترسره کېږي او نه پرېږدي چې قانون په ټولو یو شان تطبیق شي.

که حکومت قیصاري، خراساني او غوریاني نیولي او د قانون منګولو ته سپارلي وای، نن به علیپور دومره په جراات د خلکو په مرسته د قانون له تطبیق تېښته نه کوله.

حکومت ته پکار ده چې له ټولو زورواکو او قانون ماتونکو سره یو شان چلند وکړي او توپیري چلند پرېږي، د دې کار ګټه به دا وي چې د زورواکو په نیولو کې به خلک له دولت سره همکاري ته مټې را بډ وهي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.