امنیه قوماندانانو ته د کورنیو چارو د نوي وزیر خبرداری
خبریال وېبپاڼه/ په لویو لارو کې د یو شمېر امنیتي پوستو د مسوولینو لخوا له موټرچلوونکو د ناقانونه پیسو اخیستو په ټول هېواد کې غوغا جوړه کړې ده او لا هم دغه ستونزه پر ځای پاتې ده.
که څه هم د کورنیو چارو مخکېني وزیر په دې برخه کې څه ناڅه اقدامات کړي وو، خو اوس د کورنیو چارو نوي وزیر حیات الله حیات په دې تړاو د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته جدي خبرداری ورکړی دی.
حیات په ټینګار سره ویلي، چې که تر دې وروسته د هر امنیه قوماندان د مسوولیت په ساحه کې له موټرچلوونکو پیسې واخیستل شوې، نو ځواب ویونکی به پخپله هماغه قوماندان وي.
د نوموړي په خبره، لویو لارو کې له موټرچلوونکو ناقانونه پیسې اخیستل په دې وروستیو کې د یوې لویې ستونزې په توګه مطرح کېږي او ستره غوغا یې جوړه کړې، چې تر دې وروسته به په جدي توګه دغه ستونزه حل شي.
د کورنیو چارو وزیر د دغه عمل عاملین څو محدود کسان ښيي او زیاتوي چې دغه کار د پولیسو د لیکو د بدنامۍ په خاطر ترسره کېږي، چې په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.
هغه د خپل ټلیفون شمېر هم رسنیزه کړې او موټرچلوونکو ته یې ډاډ ورکړی چې که تر دې وروسته به په دې برخه کې هر ځای له ستونزې سره مخ کېږي، نو له شخصاً له ده سره دې اړیکه نیسي.
موټرچلوونکي د کورنیو چارو وزیر له دغه اقدام څخه خوښ دي او تمه لري چې نور به په لویو لارو کې په یوه او بل نوم پیسې ترې نه اخیستل کېږي.
د هرات ـ کابل لویې لارې یو تن موټرچلوونکی فیض محمد وايي:((د کورنیو چارو مخکېني وزیر هم اطمینان راکړی و چې تر دې وروسته به له موټرچلوونکو پیسې نه اخیستل کېږي، خو تر اوسه ستونزه پاتې ده، له نوي وزیر څخه مو دا هیله ده چې په دې برخه کې جدي کار وکړي.))
حیات الله حیات تازه د کورنیو چارو نوی وزیر ټاکل شوی دی او د خپل ماموریت په لومړۍ ورځ یې امنیه قوماندانانو ته لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستو د مخنیوي په موخه خبرداری ورکړ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.