نووز د مجوسانو اختر نه؛ بلکې فرهنګي ورځ!

خبریال وېب پاڼه/ د نوروز نمانځل د مجوسانو اختر نۀ بلکې د یوې فرهنګې ورځې پۀ مناسبت یې نمانځو. انسان چې څومره محدودیږي هومره ګمراه کېږي. څومره چې ورته موضوع روښانه کړې هومره یې د دین سره مینه ډیریږي. اسلام مبین، د سولې او خوشحالۍ دین دی.

حدیث شریف دی:
هر څۀ د نیت پورې تړاؤ لري…

هېوادونه، سازمانونه، قومونه/عقلیتونه هر یؤ یې پۀ ځان کې ځانګړي کلتورونه لري. او یاد کلتور د هرې سرچینې لپاره سرۀ کرښه ده. آن داسې دودونه هم شته چې بیخي پۀ بشري ژؤند کې د منلو وړ نۀ ده خو، دا چې یاد کلتور د افرادو لپاره یې سره کرښه ده خلک یې نمانځي.

کلتور د یوې ټولنې د سمون سرچینه ده، کلتور یواځي دود/فرهنګ نۀ دی بلکې پۀ کلتور کې د انساني ژؤند ټول کړۀ وړۀ شامل دي.

سیاسي چاپیریال، ښۀ او بد، دودونه او اعتقادونه، مذهبي شالید د ژؤند سیخه او سیده ټول پکې شامل دي. هر هېواد ځانګړي دودونه لري بیا پۀ هېواد دننه هر قوم یې ځانګړي دودونه لري پۀ قومونو کې بیا نور قشرونه هم همدا شان.

عربو به د نوو شنۀ کیدونکو فصلونو لپاره میلې کولې، د بارانونو لپاره به یې ځانګړې خوښۍ کولې، د خرما پۀ حاصل کې د صحابه ؤ ځانګړې خوښي وه. همدا شان داسې نورو ډیرو دودونو کې به زموږ او ستاسې پیغمبر ارومرو برخه اخیستې وي ځکه دود د یؤ قوم زیب او زینت دی.

زموږ ملا چې پر منبر کیني د نوروز پۀ مبارکۍ مو تک شنۀ کافر کړي، او بیا دا هم وایي مسلمانان فقط دوه خوشحالۍ لري، فقط دوه… هغه هم کوچنی اختر او لوی اختر و سړیه نو باقي نورو ورځو او شپو کې به ژاړي؟ پۀ لوی لاس موږ د غمونو غورچاڼ ته ټیله کوي. دا چې انسان پۀ صحت روغ باید لۀ خپل رب شکر ګذاره اوسي، دا چې د خپلې کورنۍ تر څنګ دی د خپل خدای باید احسان منده اوسي.همداسې نور ډیر ورته موارد…

راځم اصل بحث ته نوروز!
افغانستان د ګڼو قومونو کور دی، دلته هر نژاد خلک میشت دي. پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، پشه ئي، عرب، ګوجر، ایماق او…هر قوم ځانګړي دودونه لري. د یادؤنې وړ ده چې د شرعي اصل موخه هم همدا ده چې ګوندې کوم دودونه چې د مسلمانانو تر منځ د خېرازۍ او خوشحالۍ سبب کېږي دغه چاره بهتریت دی.

نو زموږ هېواد افغانستان هم ځانګړي دودونه لري. د نوي کال ورځ، د دهقان ورځ، د معلم ورځ، د ازادۍ ورځ، د بیرغ ورځ، د سرتیري ورځ، د اوبو ورځ…

یاد فرهنګونه د ملت پۀ فکر کې د همغه دود د پراختیا احساسات پیدا کوي. مثلاً د دهقان ورځ د خلکو فکرونه ټول نهال، ګلان، سبزیجات، میوه جات او نورو کښتونو ته هڅوي. همدارنګه د بیرغ ورځ د خلکو پۀ ذهنونو کې د بیرغ ارزښت رابرسیره کوي… د سرتیري او ازادۍ ورځ هم کټ مټ د خلکو احساسات راپاروي او د ازادۍ پۀ ارزښت یې پوهوي.

مثلاً: یؤ دوکاندار صادق او امین انسان دی برعکس پۀ بل دوکاندار کې به دغه صفتونه نۀ وي. همدارنګه یوه کورنۍ به د اتفاق او یووالي شاهده وي خوا کې یې بله کورنۍ به د جنګونو شاهده وي. دغه ټول کړۀ وړۀ د کلتور یوه برخه ده یعنې کۀ کورنی کلتور مو منظم او پر ځای وي هیڅکله به موږ منزوي نۀ شو.

نو د نوي کال خوښي هم همدا شان ده. غوټۍ خپل ځان څپړي، ځمکه خپل شین بخملي رنګ بربنډوي. ټول طبیعت شین او زرغون شي پدې ورځ نو طبعاً خلک باید جکر ووهي، خوښي او خ.شحالي وکړي.

نو پۀ نره یې ونمانځئ دا زموږ دود دی مجوسان به خپل کار کوي.

نوی کال مو بختور شه!

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More