امریکا او تاجکستان د افغانستان په هکله نوي څه وویل؟

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې په تړاو را وروسته ډیری هېوادونه کوښښ کوي ترڅو د خپل رول ښه لوبولو لپاره د افغانستان په هکله له دې هېواد او یاهم امریکا سره وږغیږي.

تازه امریکا، تاجکستان او افغانستان د افغان سولېط او راتلوونکي په هکله غونډې کړې او پر یو لړ مهمو مسایلو باندې يې خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې ويلي چې دا درې اړخیزه غونډه په ویډیو یي ډول ترسره سوې چې مشري يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډیویډ هیل کوله.

د مالوماتو له مخې د دې غونډه محتوا پر روان وضعست، افغان سولې او د پولي د امنیت په مورد څرخیده، همدا ډول د امریکا ژمنتیا د دواړو هېوادونو د ځواکونو د مرستې په برخه کې  راڅرخېده چې امریکابه له تاجکي او افغان سرحدي ځواکونو سره مرسته کوي.

امریکا او تاجکستان خپلې ژمنې  له سره تازه کړې او ویلي يې دي چې افغانستان کې به له سولې پروسې سره مرسته کوي او همدارنګه تاجکستان او افغانستان به د خپلو اړیکو لا ښه کولو په مخه یو په بل پسې قدمونه ږدي.

تراوسه پوري د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه کچه هڅې کړندۍ سوې او دا دوه هېوادونه وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د افغان سولې خبرو د چکټوالي لپاره د روسیې پلازمینې ماسکو کې تیره پنج شنبې یو لوی کنفرانس جوړ سوی وو، چې د طالب پلاوی ترڅنګ د افغان دولت پلاوی او د یو شمېر سیمه ییزو هېوادونود پلاوو، په حضور کې د جګړې ښکېلو لورو په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې.

له دې کنفرانس وروسته یو شمېر پرمختګونه هم رامنځ ته سوي چې طالبانو او امریکا د یوې طرحې له مخې چې هوکړه پرې سوې طالبان به د دریو میاشتو لپاره پر لویو ښارونو او د ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه نکوي، د دواړو طرفونو دې هوکړې ته تر ډیره بریده خلک خوشحاله دي او هیلې لري چې  له دې هوکړي ښايي افغان دولت او طالبان یوه اوربند او دایمي سولې ته ورسیږي ترڅو خلک نور له وژونو بمي  چاودنو او  لویو بدمرغیو خلاص سي.

خوتراوسه څرګنده نه ده چې کومه ورځ به په افغانستان کې د یوه دایمي اوربند ږغ کیږي او د عامو افغانانو دا غوښتنه به منل کیږي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More