The news is by your side.

بایډن په خپل نورزي پيغام کې څه وویل؟

خبریال ویبپاڼه/ نن د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتي لومړۍ ورځ ده دا ورځ د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا اویو شمېر نورو هېوادونو کې په شانداره مراسمو سره لمانځل کیږي.

د نوروز په مناسبت د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل پیغام کې ویلي سږ کال ډیره اړتیا لیدل کیده چې د نوروز پیغام او مبارکي ورکرم.

د سپنې ماڼۍ یوه اعلامیه وايي بایډن وویل پسرلی د حیات، زیږون د وی کولو او تجدید سمبول پاتي سوی او دا داسې رڼا ده چې د امریکا له خلکو نیولې، منځنۍ اسیا، قفقاز، اروپا او نورو… سیمو د خلکو زړونه ډکوي.

هغه د سپنې ماڼۍ د اوه سین د سترخوان یادونه وکړه چې د نوروز د ورځې  په مناسبت سره پرې را ټولیږي، بایډن وویل سږ کال زیاته اړتیا لیدل کیږي چې د دې ورځې پیغام ورکړو.

بایډن د خپلو خبرو په لړ کې د کرونا په یادولو سره وویل چې تیر کال خلک ورسره مخ او ناورین يې رامنځ ته کړ، خو موږ له ټولو ناورینو وروسته ښې ورځې هم په مخ کې لرو، هغه ټینګار وکړ چې له کرونا وبا سره به مبارزه کوي او داسې وخت به راځي چې خلک به جشنونه یوځای له کورنیو سره لمانځي.

امریکا يې کرونا څومره ځپلې؟

په ټوله نړۍ کې لاهم کرونا یو لویه ستونزه ګڼل کیږي چې  د سیمې ډیری هېوادونه د دې خطرناکې ناروغۍ دریمه څپه څکې ښايي په یو شمېر اروپايي هېوادونو  کې کرونا خپله دریمه څپه هم پیل کړي، خو د ټولې نړۍ په کچه امریکا هغه هېواد دی چې کرونا ترټولو سخت ځپلې او تراوسه پوري په دې هېواد کې کرونا لږ ترلږه ۵لکه ۵۴ زره کسان وژلي او تراوسه پوري د امریکا په کچه تر ۳۰ میلیونه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته سوي، جوبایډن څو ورځې وړاندې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د مرستو تر ټولو لویه بسته تصویب کړه چې له امریکایانو سره د نغدو پیسو ترڅنګ نورې مرستې هم کیږي.

له امریکا څخه وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په کرونا د مبتلا کسانو شمېر پکښي زیات دی تراوسه پوري د واکسینونو  په جوړولو سره نړیوال غواړي له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړي خو لاهم مالومه نه ده چې ایا دا مبارزه به یې نتیجه ورکړي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.