The news is by your side.

په پردۍ جګړه کې ستړي امریکایان

خبریال ویبپاڼه/  یوې امریکايي خپرونې په خپل یوه راپور کې پر بایډن ږغ کړی چې دغه دي موقع ده او باید سرتیري له افغانستانه وباسې د پولیټیکو انلاین په نوم دې خپرونې ویلي چې زموږ سرتیري په پردۍ جګړه کې ستړي دي

که څه هم د بایډن په ګډون په کور دننه امریکا کې زیاست سیاسون او د سیمې په کچه زیات شمېر هېوادونو تر یوې مودې پوري په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پر پاتي کیدلو ټینګارکوي خو یوې امریکايي خپرونې د امریکایي سرتیرو پاتي کیدلو ته غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې زموږ پوځیان په پردې جګړه کې ستړي دي.

پولټيکو، چې انلاین خپرونه ده افغانستان کې يې د امریکا د پوځي ماموریت په هکله یو مطلب نشر کړی چې افغانستان کې يې د خپلو سرتیرو پر شتون غبرګون ښودلی،  دې خپرونې لیکلي چې بایډن ته د امریکایي سرتیرو فرصت په لاس ورغلی او دا فرصت باید له لاسه ورنکړي او خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.

پولیټیکو انلاین په خپل بیان کې وايي چې امریکايي سرتیري په یوه ناڅرګند برخلیک اخته دي او ژر ترژره باید امریکایان له افغانستانه ووزي، دوی ویلي که څه هم بایډن د امریکايي ځواکونو له اوږمهاله شتون سره په افغانستان کې جوړ نه دی خو دا کار باید ژر ترژره وکړي.

دا خپرونه پرداسې مهال دا خبره کوي چې تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس غړو، حکومتي چارواکو او نظامي مسؤلینو په اوس وخت کې له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وتلو په هکله مخالفت کړی او ویلي يې دي چې د حالت تر سمېدلو پوري باید امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتي سي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکینزي ویلي چې دوی په له افغانستانه ژر نه وزي سکاټ میلر د سرتیرو د ژر نه وتلو ترڅنګ دا هم وویل چې له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، په ورته وخت کې تیره ورځ داسې راپورونه هم خپاره سول چې ولسمشر بایډن د روان کال تر ډسمبر میاشتي پوري د سرتیرو د پاتي کیدلو په هکله فکر کوي، خو د ناټو سرتیري ښايي په افغانستان کې د سولې تر راتګه پوري افغانستان کې پاتي سي جرمني لا له وړاندې د خپلو سرتیرو ماموریت تر ۲۰۲۲ کال پوري وغځاوه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.