The news is by your side.

طالبانو په يوه تازه ليکنه کې حکومتي لوري ته سپارښتنې وکړې

خبريال وېبپاڼه- د مسکو د غونډې وروسته طالبانو يوه اوږده ليکنه خپره کړې ده په کومه کې چې دوی خپل رسمي موقف څرګندوي.

په دې ليکنه کې د بين الافغاني خبرو په دوام ټينګار شوي دی او ويل شوي چې دوي په هر وخت کې په هرځاي کې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان ستونزې د حل کولو ته تيار یو.

په ليکنه کې وړاندې راځي چې د خبرو له لارې د افغانستان د مسلې د کولو قطعي او عملي لار د دوحې په توافقنامه باندې پوره عمل کوي او که دا توافقنامه عملي شي نو په افغانستان کې به هم نوره کومه ستونزه پاتې نشي.

وسله والو طالبانو په خپله‌دې ليکنه ليکلي دي چې د افغانستان مسله دوه برخې لري، چې يو يې بهرنيان دي او بل یې دننه افغانان، دوی ليکلي دي چې د افغانستان د مسلې بهرنۍ اړخ تقريباً حل شوي دی او اوس صرف يوازې دا پاتې ده چې دننه افغان اړخونه سره کېني او خبره سره حل کړي.

دوی په دې لیکنه کې يو ځل بيا ويلي دي چې د بهر څخه راوړل شوې طرحې او پلانونه نه مني، په دې ليکنه کې اصلي اشاره دلته د ډيموکراسۍ او نورو مسايلو وه، دوی ليکلي چې هرڅه باندې چې افغانان اتفاق وکړي هغه به مقبول وي خو وروست دوی کاري چې افغان ملت به د خپل دين او رواج مخالف هېڅ شي هم ونه مني.

طالبانو په افغان حکومت او يا ددوی په خوله افغاني جهتونو باندې غږ کړی دی چې د سولې په دې خبرو کې دې د ملک او دين ګټې په پام کې ونيسي د شخصي ګټو څخه دې تېر شي.

په دې ليکنه کې طالبان په دې باندې ټينګار کوي چې مقابل طرفونه بايد د پردیو د طرحو، نسخو او تګلارو څخه تېر شي بلکې د خپل دين او رواج مطابق په یوه لاره متفق شي.

که څه طالبانو په دې ليکنه کې په ښکاره نه دي ويلي خو د طرز څخه یې دا برادشت کېدی شي چې دوی په افغانستان کې موجود قانون او ډیموکراسي حتما بدلول غواړي.

ددې ډلې يوه غړي عباس ستانکزي په مسکو کې په ښکاره وويل چې نه ډیموکراسي غواړي او نه کمونیزم، بلکې داسې يو څه به غواړي چې پخپله افغانانو ورباندې اتفاق کړی وي.

د بل لوري تمه ده چې څو ورځې وروسته په استانبول کې د بين الافغاني خبرو يوه غونډه جوړه شي چې به پکې طالبان او افغان چارواکي مخامخ سره کېني امريکا هڅه کوي ددې غونډې په ترسره کولو سره افغانان په يوه تړون لاسليک کولو سره قانع او یا هم ډېر ورنېږدې کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.