په حساس پړاو کې د اجماع د له منځه تلو مسول څوک دی؟

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې افغانستان په یو حساس پړاو کې قرار لري او تمه کېږي چې په دې وختونو کې د افغانستان د سرنوشت په هکله مهمې پریکړې وشي د ننه په هېواد کې موجوده ضعيفه اجماع هم د له منځه تلو په حال کې ده.

تېره ورځ د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو مسعود اندرابي له دندې لرې کړ، دغه ګوښه والی ددې سبب شو چې د پخلايني د عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګون وښيي.

اشرف غني په داسې حال کې مسعود اندرابي له دندې لرې کړ چې د ولسي جرګې له لوري یې د تاييد رايه اخيستې وه او د بل لوري بيا دا وزير د ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو څخه و يانې سهمي وزير و.

عبدالله عبدالله د غني دا کړنه د هغه توافق خلاف وبلله چې دده او غني ترمنځ شوې وه، ده وويل چې دا پرېکړه بدون د معقول سبب څخه شوې ده، عبدالله زياته کړه چې پرېکړه په بېړناک ډول شوې او دده سره هېڅ مشوره هم نه ده شوې.

د کورنیو چارو د وزير څخه هخوا د علي پور مسله هم راتازه شوې ده، علي پور چې يو ياغي هزاره وسله وال دی تېره ورځ يې د افغان پوځ یوه چورلکه په نښه کړه چې او نهه تنه يې پکې په شهادت ورسول.

دې مسلې د يوې خوا د علي پور په وړاندې غوسه راوپاروله او د بل لوري يې غني د ځینې هزاره او تاجک سياستوالو سره په ټکر کې کړ.

له بده مرغه ډېری هزاره سياستوال چې پخواني جنګ سالاران دي د علي پور ملاتړ کوي، د غني دوهم مرستيال سرور دانش له هغه کسانو څخه دي چې په مستقيم ډول د افغان پوځیانو د قاتل علي پور ملاتړ کوي او د هغه ضمانت یې هم کړی و.

اوس د يوې خوا په دې حساس وخت کې د افغان حکومت ټول اعتبار تر سوال لاندې دی او بل لوري څخه داخلي اجماع ده، يوه برخه سياستوال د علي پور په مسله د غني سره د ټکر کېدو په حال کې دي.

اوس پوښتنه داده چې دا هرڅه ولې په اوس وخت کې راپېښ شي، په داسې حال چې په شديد ډول داخلي اجماع ته اړتیا ده ولې اوس دې نسبي اجماع ته خطر متوجه کېږي، د يادونې وړ ده چې افغانستان په حساس پړاو کې دی، هر ډول داخلي ګډوډي يا نا رضايتي به د طالبانو لوری غښتلي کړي.

د بل لوري دا ټولې کړنې بېرته پخپله ولسمشر ته راجع کیږي، پکار خو دا وه چې کله افغان ځواکونو تېر ځل علي پور ونیوه همغه وخت يې کيسه يو طرفه شوې وی خو ولسمشر هغه د ارګ څخه په عزت کې رخصت کړ حال دا چې ځاي یې پلچرخي و.

د عبدالله عبدالله سره کيسه هم همداسې ده، ولسمشر د ترخې تجربې درلودلو سره سره بيا هم د ټاکنو په کميسيون کې داسې اصلاحات رانه وستل چې هغه تخنيکي اصلاحات وي سيستم ورباندې اصلاح شي او ټاکنې د شرمونکي فساد څخه وژغوري بلکې ده په څلورو کلونو کې په افرادو معاملې کولې چې د ټاکنو په کميسيون کې څو کسه دده او څو د عبدالله.

که د ټاکنو په کميسيون کې پوره اصلاحات راوستل شوي وی ټاکنې شفافې وی نو افغانستان به په ريښتيا منتخب ولسمشر درلود او مبجور به نه و چې قدرت ووېشي او د خلکو په رايه معامله وکړي اوس به يې خپل وزيران و څه ډول یې چې غوښتل همغه ډول به يې بدون له هېڅ اختلاف څخه بدلول او یا ټاکل.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More