طالبانو د اوربند خبرونو ته رسمي غبرګون وښود
خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې په افغانستان کې ځینې رسنيو خبر ورکړ چې طالبانو د درۍ مياشتني اوربند سره توافق کړی دی اوس تازه د طالبانو وياند نعیم وردګ دا خبر در کړی دی او ويلي يې دي چې دوی تر دې ډېر وړاندې خليلزاد ته دداسې يوې طرحې وړانديز کړی و چې په اساس به یې ټول اړخونه تاوتريخوالی کموي.
نعيم وردګ د افغانستان د حکومت سره د اوربند په تړاو وويل چې تراوسه پورې دوی په رسمي ډول د افغانستان د حکومت سره په اوربند باندې نه دي سلا شوي، وردګ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د خروج د تمديد په هکله په خبرو کې وويل چې په دې هکله هېڅ تصميم نه دی نيول شوی، بهرني ځواکونه به په ټاکل شوي وخت افغانستان څخه وزي.
د طالبانو او د امريکا د توافق په بنسټ امريکايي ځواکونو بايد د مې په مياشت کې افغانستان په کامل ډول ترک کړي، خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې دې مسلې ته په اشارې سره وويل چې دا به ګرانه وي چې د افغانستان څخه تر مې پورې ټول ځواکونه وباسي خو بايډن زياته کړه چې د ځواکونو وتل به زيات وخت هم ونه نيسي.
طالبان په داسې مهال يو ځل بيا د اوربند خبر ردوي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو داسې خبر خپور کړ چې ګواکي طالبان د امريکا د متحده ايالاتو سره په یوه درۍ مياشتني اوربند سلا شوي دي، په دې درۍ مياشتني اوربند کې دا شامل و چې طالبان به په ښارونو او ولسواليو هیڅ ډول بريد نکوي، خو دغه خبر اوس طالبانو په رسمي ډول رد کړ.
د اوربند په وړاندې خنډونه زیات ليدل کېژي، طالبانو د مسکو په غونډه کې وويل چې د یوه جامع او دايمي اوربند لپاره پکار ده چې لومړی په افغانستان کې يو اسلامي نظام رامنځته شي.
څېړونکي وايي د طالبانو موخه د اسلامي نظام څخه صرف داسې یو دولت دی چې دوی پکې شتون ولري، يانې طالبان وايي کله چې ددوی ځای په حکومت کې مشخص او تضمين شي بيا اوربند کوي، خو طالبان دا خبره ښکاره نشي کولی د اسلامي نظام د نوم تر پوښ لاندې يې کوي ځکه دا شل کاله يې جګړه د قدرت لپاره د اسلامي نظام په شعار کړې وه اوس ښکاره نشي ويلی چې لومړی دې په حکومت کې ښه غوښينه برخه راکړل شي بيا وژل نکوو.
تمه ده څو ورځې وروسته په ترکيه کې مهمه غونډه ترسره شي او هلته د نظام د جوړښت په هکله په بنسټيزو مسايلو خبرې وشي ترڅو په فوري ډول د سولې د یوه تړون لپاره زمینه برابره شي.
ليکوال؛ تاج محمد ارين
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.