د ولسمشر او امريکا ددفاع د وزير د ليدنې جزیات په ډاګه شول
خبريال وېبپاڼه- د امريکا ددفاع وزير لوېډ اسټین کابل ته یوه ناڅاپی سفر راغلی دی، اسټین تر دې وړاندې په هند کې و او د هندي چارواکو سره د ليدو کتنو وروسته افغانستان ته راغی.
د اسټین سفر داسې مهال ترسره کېږي چې افغان حکومت او طالبان د امریکا هغه پرېکړې ته په تمه دي چې په افغانستان کې به یې د خپلو ځواکونو په هکله کوي.
د دفاع وزير اسټین له دې وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې وضعيت ښې خواته نه دی روان طالبانو د جګړې په شدت کې زياتوالی راوستلی دی او تر اوسه پورې د القاعده او نورو بهرنیو جنګي ډلو سره اړيکې ساتي.
د ارګ څخه په لومړيو ورکړل شويو مالوماتو کې راغلي دي چې د امريکا ددفاع وزير او د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دواړو په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اړوند اندیښنه وښوده، دواړو لوریو افغان ولسمشر او د امريکا ددفاع وزير د افغانستان د ستونزې په هکله پخوانی دریځ یو ځل بیا نوی کړی او ويل يې دي چې د افغانستان ستونزې ته د بايد سوله یزې لارې يو حل پیدا شي.
اسټین او غني په داسې حال کې يوې سياسي روغې جوړې په هکله ټينګار کوي چې په راتلونکې میاشت کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ترکیې په اسټانبول ښار کې يوه مهمه غونډه ترسره شي.
امريکا د خپلې ټولې اغیزمنتيا څخه کار اخلي ترڅو د افغانستان کشاله د خبرو له لارې حل کړي او بلاخره د افغانستان څخه په ډاډه زړه خپل پوځیان وباسي، حداقل د پېښو او حالاتو ظاهر داسې دی.
اسټین په کابل کې په داسې حال کې د ولسمشر غني سره وليدل چې تراوسه هم ولسمشر غني او طالبان د امریکا د ځواب او يا مهمې پریکړې لپاره شیبې شماري.
ولسمشر غني افغان حکومت په تمه دی چې امريکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتل تمديد کړي او يا کم تر کمه د طالبانو سره په دې هکله مذاکرات وکړي چې د امريکايي ځواکونو وتل تمديد کړي.
طالبان بيا دې ته سخت په تمه دي چې د امريکا متحده ايالات د ډونالډ ټرمپ له لوري لاسليک شوې توافقنامه په کامل ډول ومني او همدارنګه د افغانستان څخه په وخت باندې د خپلو ځواکونو د وتلو خبره اعلان کړي.
خو کابل ته د اسټین په سفر کې هم دا ځواب نه و، او د کابل څخه وړاندې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې هم اسټین وويل چې د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او يا پاتې کېدلو په هکله تراوسه د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن هیڅ ډول پرېکړه نه ده کړې.
ليکوال؛ تاج محمد ارين
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.