The news is by your side.

ملي تلويزيون سپین ږيری ولسمشر بدنام او سپک کړ

خبريال وېبپاڼه- په ډېرو هېوادونو کې د ولسمشرانو له لوري کله کله سهوې کېژي، خو دا لفظي سهوې کله نا کله ناسمه ژبه کارول، مايک خلاص پاتې کېدل او نور ټول د یوه ولسمشر په دوره کې صرف يو څو ځله پیښیږي، مطلب دا چې دا ډول سهوې کېږي خو‌ ډېرې کمې.

مګر که د افغانستان حال ته راشو نو بیا کيسه بدله ده، په هغه ورځ چې ولسمشر غني کوم ولايت ته سفر لري نو سهار خلک پوهېږي چې ولسمشر به بيا نن کومه سهوه حتمآ کوي.

دا ځکه چې په غونډو او سفرونو کې د هغه سهوې او لفظي غلطۍ اوس ډېرې زياتې شوې دي او خلک توقع ورڅخه لري چې په هره غونډه او مراسمو کې به خامخا غلطي کوي.

نن هم چې په هېواد کې د نوروز يا نوي کال ورځ لمانځل کېده د ولسمشر غني څخه همداسې يوه سهوه وشوه او د ۱۴۰۰ کال په ځای يې خلکو د ۱۵۰۰ کال مبارکي ورکړه.

په اصل کې د یوه داسې کس څخه چې د هېواد حالات یې مدام بحراني وي، کله تروریستان بحران جوړوي، کله بهرنیان او چې دا ټول نه وی بيا نو سياسيون حتماً يوه نادره کوي، په داسې يو ملک کې مشري کول خامخا خپل فشار لري.

دا ددې سهوو يو سبب کېدی شي خو د بلې خوا دلته لوی مسولیت هغه کړۍ ته متوجه دی چې د ولسمشر د عامه اړيکو، د رسنیو د برخې مسوليت لري،‌ د هېواد د بودیجې څخه همدا بنسټونه او حلقه چی تر ولسمشر غني تاو ده هر کال په ميليونونه ډالره اخلي خو بيا هم د هغه لپاره د يوې وينا سم متن نشي جوړولی او یا هم داسې يو پروګرام نه شي ترتيب کولی چې په هغه کې د خبرو حجم را کم کړي حالات په نظر کې ونيسي او د سهوې سلنه را کمه کړي.

ډېر وخت ان داسې کېږي چې د افغانستان ملي تلويزيون لکه نن ورځ دا ډول غلطۍ راحت خپروي او هېڅ ډول پام نکوي، داسې هم شوي دي چې دا حلقه حتی ملي تلويزيون د ولسمشر د هغه بيان سهوې خپرې کړي چې مخکې ريکارډ شوې دي، دا ډول ريکارډ شوي بيانونه بايد ايډيټ شي، که هر ډول ستونزه ولري هغه بايد اصلاح شي او وروسته خپاره شي.

خو د ملي تلويزيون او د ارګ څخه د غني څخه د راتاو کړي له لوري حمايت کېدونکې رسنۍ دومره تکلیف هم نه باسي.

په سيستماتيک ډول د ولسمشر غني سهوې د ملي‌ تلویزیون د نشراتو له لارې خپرېدل ان سړی په دې شکمن کړي چې ملي تلويزيون خو داسې خلکو نه وي په لاس کې اخیستی چې هغوی غواړي ولسمشر په شعوري ډول خلکو او نړۍ ته د یواسې کس په څېر معرفي کړي چې هغه ذهني توازون نلري او لېونی دی.

په دې ډول به دوی غواړي چې ځان او ټيم يې د هر ډول مسؤلیت څخه خلاص کړي او ټول بېل په ولسمشر غني پسې وليکي.

پکار ده د ملي تلويزيون څخه پيل‌ ولسمشر د مېډيا د برخې مسولين دقيق تر پوښتنو او څېړنو باندې ونيول شي او ان محکمې ته راکش شي چې ولې يې دومره مسلسلې غلطۍ او سهوو ته اجازه ورکړې ده او دا ډول نیغ په نیغه يې خپاره کړي‌ دي.

ليکوال:تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.