The news is by your side.

د امريکا ددفاع وزير کابل ته د‌ خپل سفر موخه بیان کړه

خبريال وېبپاڼه- د امريکا ددفاع وزير لوېډ اسټین په کابل کې دی او د ولسمشر غني سره يې په يو لړ مهمو مسايلو خبرې کړې دي.

اسټین چې په يو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی د خبريالانو سره یې په خبرو کې د افغانستان د جګړې د ختمولو د قوي ارادې خبرې ورکړی دی.

د ولسمشر غني سره د ليدنې په مهال ښاغلي اسټین وويل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې زیاتېدو اندېښمن کړي‌ دي، همدا اندیښنه د هېواد ولسمشر اشرف غني هم وښوده.

د ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته نوموړي د هغه کار او انرژۍ څخه هم يادونه وکړه چې د افغانستان د جګړې په ختمولو مصرف شوې ده، اسټین وويل چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ډېر کار شوی دی او ډېره انرژي ورباندې ختمه شوې ده.

ده همداراز د هغه اندېښنو په هکله هم څرګندونې وکړې چې د ډېرو افغانانو سره وې، ډېری افغانان دا اندیښنه لري چې هسې نه امريکا هم لکه د روسانو په شکل له افغانستان څخه ووزي او وروسته په افغانستان کې يوه کورنۍ جګړه پيل شي او هرڅه بېرته نویمو کلونو ته ولاړ شي.

خو د امريکا د متحده ددفاع وزير لوېډ اسټین په دې هکله واضح خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ غواړو د افغانستان جګړه يا په افغانستان کې جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوو او ددې لپاره کار کوو هڅه کوو.

د امريکا ددفاع وزير همداراز وويل چې غوښتل مې راشم او هرڅه پخپلو سترګو ووينم او پخپله یې واورم.

اسټین د افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو په هکله هم ځينې ښکاره اشارې وکړې چې کېدی شي دا اشارې داسې تفسير شي چې امریکا په قطعي ډول د افغانستان څخه د وتلو نیت لري.

ښاغلي اسټین پخپلو څرګندونو کې وويل چې هېڅوک دده په شان د پوځيانو او پوځ سامان آلاتو د انتقال تجربه نلري.

دا امريکايی چارواکی داسې مهال د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو اشارې ورکوي او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په قاطعیت خبرې کوي چې تراوسه پورې د افغانستان د جګړې داخلي لوري کوم تړون ته نه دي سره رسیدلي او د جګړې شدت همداسی دوام لري.

خو د امريکا حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، په دې موخه څه موده مخکې ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير هم اشرف غني ته په یوه ليک کې د جګړې د ختمولو جديت بيان کړ او ويې ويل چې په استانبول کې د جوړېدونکې غونډې لپاره تیاري ونيسي ترڅو نور افغان لوري يو توافق ته سره ورسیږي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.