The news is by your side.

حکومت: طالبانو شپږ زره افغانان سږ کال مړه او ژوبل کړي

حکومت د طالبانو له لوري د ولسي افغانان د وژني راپور خپور کړ.

 کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي او ۴ زره او ۱۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد شمېر ملکیان د طالبانو په ۹۲ ځانمرګو بریدونو، ۲ زره او ۱۷۴ ماین چاودنو او له ۵۰۰ په ډېرو هدفي ترورونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، دا په تېر کال کې د طالبانو د جنګي جنایت او وژنو یوازې یوه برخه ده چې خلک او تاریخ به یې هېڅکله هېر نه کړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان هم وايي چې ۱۳۹۹ کال په هېواد کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی و.

م جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance