The news is by your side.

طالبانو اوربند نه، اورکم ته علاقه ښوولې

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې په هېواد کې د جګړې ډګر ورځ تر بلې ګرمېږي، وسله والو طالبانو د دې پر ځای چې اوربند کړی وای، اورکم ته یې علاقه ښوولې ده.

 د طالبانو د قطر دفتر ویاند ملا نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی امریکا ته د اورکم طرحه سپارلې ده.

د هغه په خبره، دغه طرحه یې څه موده وړاندې امریکایانو ته سپارلې ده چې له مخې به یې دواړه لوري عملیات کموي او د جګړو په کچه کې به کموالی راځي.

د نوموړي د خبرو له مخې، د دغې طرحې له مخې به د جګړې شدت کمېږي، خو په بشپړ ډول به جګړه ونه درېږي او د امنیتي ځواکونو پر ضد به به یې عملیات دوام ولري.

هغه دا نه دي ویلي چې دغه طرحه به د امریکا لخوا ومنل شي او که نه، خو تر ټولو بده دا ده چې جګړه یې له افغان حکومت سره ده او د اورکم طرحه امریکا ته سپاري.

 بل خوا د طالبانو مشرتابه ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سر هم خبرې ورباندې شوې دي خو تر دې دمه پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

هغه وايي له اورکم یې موخه دا ده چې د سولې لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړل شي او دواړه لوري یو څه ناڅه انعطاف وښيي.

 تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې له طالبانو سره د یوه نوي ورځني اورکم یا اوربند پر رامنځ ته کېدو خبرې روانې دي، خو د رد او تایید په اړه یې څه نه و ویلي.

که څه هم طالبانو د امریکا د سولې طرحه تر ارزونې وروسته بېرته ور ولېږله او خپله پیشنهادي طرحه یې هم ورسره ضمیمه کړه، خو افغان حکومت تر اوسه د دې طرحې په اړه دریځ نه دي څرګند کړی.

دلته بیا په وطن کې هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او سولې ته د خلکو نیمې پیدا شوې هیلې هم په مړاوي کېدو دي، دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او ژر تر ژره د سولې خبرو کې د یوه مثبت بدلون غوښتونکي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.