کابل کې د ماسکونو د تولید فابریکي په کار پیل وکړ
خبریال وېب پاڼه/ په کابل کې د ماسکونو د تولید فابریکې په کار پیل او په خوا کې يې په فاریاب ولایت کې د کرونا ویروس شکمنو کسانو آزمویښت پایله کې د ځنډ څخه اندېښنه.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن په کابل کې د ماسک او محافظتي توکو د تولید فابریکه پرانیسته
.
دا په کابل کې د ماسکونو او محافظتي توکو د جوړولو لومړنۍ فابریکه ده چې په ورځ کې د لس زره محافظتی بستو د جوړولو ظرفیت لري.
د عامې روغتیا وزیر وویل: دا فابریکه به د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
د طبي پرسونل له پاره د محافظتي توکو کموالی په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده چې ډېر روغتیایي مسؤولین یې له کموالي شکایت کوي.
له دې امله په هېواد کې یو شمېر ډاکټران هم په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې یې دوه مړه شول.
بل خوا بیا د کرونا ویروس شکمنو کسانو آزمویښت پایلو اعلان کې ځنډ اندیښنې راپارولي دي.
د فاریاب سیمه ایز چارواکي وايي تیرې یوې اوونۍ کې د نږدې ٤٠ شکمنو پیښو له ډلې، یوازې د لس تنو پایله معلومه شوې ده.
په فاریاب ولایت کې مسؤولین د کرونا ویروس شکمنو کسانو آزمویښت پایله کې د ځنډ له امله شکایت لري.
د سیمه اییز مسؤولینو په خبره د تېرې یوې اوونۍ پر مهال بلخ ته د لسګونه استول شویو بېلګو له ډلې یوازې د یادو کسانو د لږ شمېر پایله یې اعلان شوي ده.
له دې سره د عامې روغتیا وزارت تأییدوي چې د کافي اندازه آسانتیاوو نه شتون له امله د شکمنو کسانو د آزمویښت پایله په ځنډ سره اعلانیږي خو ټینګار کوي چې د دغې ننګونې حل لپاره هڅې دوام لري.
د شکمنو کسانو آزمایښت کې ځنډد
هېواد په شمال کې د کرونا ویروس د پراخوالي اندېښنې زیاتې کړي دي.
د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، د هغه څلویښت تنو چې بېلګې یې یې په وروستۍ اونۍ کې د تشخیص له پاره بلخ ولایت ته استولي دي یوارې لس مورده یې بېرته فاریاب ته راستول شوي دي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره په شمالي ولایتونو کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر زیاتوالی مومي، یواځې په بلخ کې نږدې دیرش تنه دي.
عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تأییدوي چې تشخیصیه توکو کموالي د ازمايښتونو د ځنډ لامل ګرځي خو له بلې خوا ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې ازمايښتونو ظرفیت لوړولو له پاره هڅې روانې دي.
تر اوسه پورې څه کم پنځه تنه په بلخ کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي چې دا شمېره بیا د ټول افغانستان په کچه په دې ولایت کې زیاته ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.