The news is by your side.

له کوکنارو څخه ٢٥٤ جریبه ځمکه پاکه شوه

خبریال وبې پاڼه/ هلمند او ننګرهار کې ۲۵۴ جریبه ځمکه د کوکنارو بوټو له کرکیلې پاکه شوه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کرکیلې پاکه کړې ده.

پولیسو د هلمند ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې ۱۳۴ جریبه ځمکه او د ننګرهار ولایت په رودات، سپين غر او خوګیاڼیو ولسوالیو کې ۱۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو بوټو له کرکیلې پاکه کړې ده.

د هېواد په ولایتونو کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو کمپاین دوام لري.

مخکې له دې هم هلمند کې نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوی وه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي و، چې له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دوو جلا جلا عملیاتو کې په نهر سراج ولسوالۍ کې ۳۷۰ جریبه او په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۰۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړې.

د کوکنارو د کښتونو اړولو پسرلني عملیات چې د حمل میاشتې په لومړیو کې پیل شول، په راتلونکو اوونیو کې به هم دوام ولري.

بل خوا بیا تیر کال د غزني ولایت اوسېدونکي ویلي و، چې تېرکال د دې ولایت په څو ولسوالیو کې بنګ کرل شوي او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم خلک د چرسو د کاروبار لپاره دې ولایت ته راځي.

دوی وايي د بنګو کښت له ګيلان څخه نيولې بيا ان دا چې د مقر ولسوالۍ تر پولو پورې رسېدلي دي، د مقر ولسوالۍ په شکو او نورو سیمو کې هم ډېر بنګ کرل شوي دي، سږکال خلکو خپل ټول پام بنګو ته اړولی دی، ځینو خلکو خو ان دا چې تر شپېتو، اتیاوو او سلو جریبو پورې ځمکو کې بنګ کرلي دي.

د غزني مدني فعالان بیا په دې ولایت کې د بنګو د کښتونو په اړه اندېښنه لري.

د دې ولایت مدني فعالان وايي که دولت په غزني کې د بنګو د کښت او چرسو د کاروبار مخه ونه نيسي، نو دلته به نورو نشه يي توکو ته هم لاره هواره شي.

که څه هم دولت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې یوازې تاریاکو ته پاملرنه کوي، خو کارپوهان وايي چې چرس هم د نورو نشه يي توکو غوندې ټولنې او انسانانو ته ډېر زیان رسوي.

د سیګار وروستی راپور ښايي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې د تېر میلادي کال په پرتله پراخې شوي او دا سیمې ډېری په هغو ولایتونو کې دي چې هلته تاریاک کرل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance