ملي تدارکاتو لخوا د ناروغانو لېږد ته د موټرو منظوري

خبریال وېب پاڼه/د ملي تدارکاتو اداره په خپل تازه بیان کې وایي چې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته یې ناروغانو ته د تازه ۱۷۰ امبولانسونو د را نیولو طرحه منظوره کړې ده.

دغه اداره وایي چې د عامې روغتیا په غوښتنه یې د کویډاـ۱۹ ناروغانو لېږدولو ته د ۱۷۰ امبولانسونو او دغه راز له دغې ناروغۍ څخه د مړو لپاره د ۷۰ ځانګړو موټرو د را نیولو طرحه منظور کړې ده.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په دې وروستیو کې کابل او کندهار د زیاتو پېښو شاهد دي. حکومت وار له مخې د دغې وبا د مهارولو لپاره په ټولو هغو ښارونو کې د ګرځبندیز اعلان کړی دی چې د کرونا پېښې په کې ثبت شوط دي. دې چارې د خلکو په ژوند هم ډېره منفي اغېزه کړې ده او ډېری هېوادوال چې خپلې لومړنۍ په خورا ستخۍ پوره کوي، اندېښمن شوي دي.

که څه هم د حکومت په ګډون ځینې تاجرانو او پانګوالو له خلمو سره په هر ولایت کې مرستې کړې دي خو بیا هم ولس له ژورې اندېښنو سره مخ دی او له همدې امله ګرځبندیز هم په سمه توګه نه ماعات کوي او د خپلو اړتیا د پوره کولو لپاره په سړکونو او بازارونو کې د کار موندنې لپاره ګرځي تر څو خپلو کورنیو ته لومړنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کړې.

په ټول هېواد کې تر دې دمه ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې لویه برخه یې له هرات، کابل او کندهار څخه دي. په دې ډله کې ۲۳ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی او شاوخوا ۴۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي دي.

دوه ورځې وړاندې د کابل والي په دغه ښار کې ګرځبندیز د دوو نورو اونیو لپاره وغځاوه او خلکو ته یې په کور د تم کېدو لارښوونې وکړې.

د تدارکاتو ملي اداره په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې وایي چې د امبولانسونو او موټرو غوښتنه تېره شپه د ولسمشر غني په مشري د دغې ادارې په ناسته کې منل شوې ده.  په داسې حال کې چې په یاده شوې ناسته کې د تدارکاتو ۳۹ نور موارد هم ارزول شوي دي، له ډلې یې د ۹،۵ ملیارده افغانسو په ارزښت ۳۳ موارد منظور وي هم دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت نن په یو ځانګړي اقدام کې د دغه وزارت لخوا په کابل کې د محافظتي کېټونو او ماسک جوړونې فابریکه هم پرانیسته. دغه فابریکه به د ورځې زرګونه ماسکونه تولیدوي.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې اوس مهال یوازې افغانستان یو ملیون ماسکونو ته اړتیا لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More