The news is by your side.

د کرونا د مخنیوي کمېټې یوه غړې په کرونا اخته شوې

خبریال وېب پاڼه/په کابل کې د حکومت لخوا د کرونا پر وړاندې مبارزې ته د جوړې شوې کمېټې یوه غړې په کرونا ویروس اخته شوې ده.

حنیفه ګیرووال چې د کابل ولایت د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیاله او د عامه پوهاوي کمېټې غړې هم ده، په کرونا ویروس اخته شوې ده او له تېرو پینځو ورځو را هیسې په خپل کور کې کرنتین شوې ده.

د کرونا پر وړاندې د همغږۍ او عامه پوهاوي کمېټې د غړې ناروغي وروسته له هغه رسنیزه کېږي چې له هرات وروسته کابل د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلی دی. کندهار بیا په دریمه لیکه کې دی چې په دې وروستیو کې یې د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي.

کندهار ته وروسته له هغه د مثبتو پېښو ګراف لوړ شو چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه تېره اونۍ زرګونه افغانان د سپین بولدک له لارې پرته له معایناتو را واوښتل. مخکې انګېرنې داسې وې چې ښایي ننګرهار هم د کرونا د سختو او زیاتو پېښو شاهد شي، خو برعکس تر اوسه په ننګرهار کې د نورو ولایتونو په پرتله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې کمې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه ۴۹ تازه پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې ۱۸ له کابل، ۱۵ له کندهار، ۶ له بلخ، ۴ له غزني او ۲ نورې له ننګرهار څخه وې. دې سره په هېواد کې ټولیزې مثبتې ۷۱۷ ته لوړې شوې. له دغې وبا څخه تر اوسه ۲۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د دولت لخوا د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي او همغږۍ عالي کمېټې تېره اونۍ اعلان وکړ چې په خپله مبارزه کې یې ۲۷ ملیونه افغانۍ لګولې دي چې دا لګښتونه د هېواد په کچه د ولس لخوا ناندیز هم شول او نیوکه یې کوله چې ولې یوازې په عامه پوهاوي دومره لوی لګښت راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې بېوزلي او وزګاري اوج ته رسېدلې ده او خلک د کرونا له امله لګېدلي ګرځبندیز هم سخت اندېښمن کړي دي. دوی وایي چې د خپل ورځني ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولی او ژوند یې له کڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

تېره اونۍ ځینو رسنیو د چارو په اداره (ارګ) کې هم د کرونا له مثبتو پېښو خبر ورکړ چې په وینا یې تر شلو زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. ارګ د دې ادعا پر وړاندې هېڅ غبرګون نه درلود. د عامه پوهاوي کمېټې هم تر اوسه د خپلې کمېټې د ناروغې غړې حنیفه ګیرووال په هکله څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.