The news is by your side.

پکتیا: وزي ځدراڼو کې د برېښنا سبسټېشن پرانیستل شو

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا په وزې ځدراڼو ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره د برېښنا د سب سټېشن پرانیسته وشوه.

د پکتیا سيمه اییز چارواکي وایي چې په دې پروژه باندې ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې د پکتیا او خوست ولایتونو څلور ولسوالۍ به له برېښنا څخه برخمنې شي.

خو په ورته وخت کې د سیمې خلک د یادې پروژې په ځینې کارونو د کیفیت په خرابوالي نیوکه کوي.

وزې ځدراڼ د پکتیا هغه ولسوالۍ ده، چېرته چې په تېرو اتلسو کلونو کې لویې اساسي پروژې نه دي پلې شوې.

تازه په دې ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د سب سټیشن چارې بشپړې شوې چې ۵۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکوي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي، چې په راتلونکو دوه اوونیو کې به د یادې پروژې پینځه سلنه پاتې چارې هم بشپړې شي.

د پکتیا والي زیاتوي، چې دغه سب سټېشن چې ١٦ مېګا وولټ امپیره ظرفیت لري، د امریکا هېواد په مالي مرسته جوړ شوی، او د پکتیا ولایت وزې ځدراڼ ولسوالۍ پنځه زره کورونو، د پکتیا ګرده څېړۍ، شواک او د خوست ولایت سیدخېلو کې د اووه زره په شاوخوا کې کورونو ته برېښنا ورسوي، چې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د برېښنا وېش شبکې کارونه یې بشپړېدونکي دي.

د پکتیا والي د بنسټيزو پروژو په تطبیق او ساتنه کې د خلکو د همکاریو غوښتنه تکرار کړه او ویې ويل، چې ځدارڼ مېشتو ولسوالیو خلک چې په تېرو وختونو کې نسبتاً محروم پاتې و، نو د پوهنې، عامې روغتیا او کرنې په برخو کې ځانګړې پاملرنه وشي.

که څه هم د یادې سیمې خلک د دې پروژې په پرانیسته خوښ دي خو په ځینو کارونو یې نیوکه کوي چې په وینا یې چارې یې په ټیت کیفیت تر سره شوې دي.

دوی وایي لا هم ګڼو هغو کلیو او کورنیو ته د برېښنا پایې نه دي رسېدلې چې د پلان له مخې د څلورو ولسوالیو ۵۰۰۰ کورنیو ته رسیدلې وی.

د پکتیا په لرې پرتې وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د برېښنا د سب سټېشن پرانیسته داسې مهال کیږي چې لا هم د مرکز ګردېز اړوند ډېری هغه سیمې او کورنۍ له برېښنا بې برخې دي چې څو میاشتې وړاندې ورته برېښنا د رسېدو ژمنه شوې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance