کرونا, بادغیسیان له حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي
خبریال وېب پاڼه/ د بادغیس ولایت اوسیدونکي له حکومت څخه غواړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار جدي اقدامات وکړي.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر مدني فعالان له حکومت څخه غواړي چې بادغیس کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لا ډېر جدي اقدامات وکړي.
دوی ټینګار کوي چې خلک لاهم د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي او دولت د دوی اندېښنو ته د رسېدو مسؤولیت لري.
ځینې دیني عالمان هم خلکو څخه غواړي ترڅو د خپل ژوند او د خپلو کورنیو د ژوند خوندي کولو لپاره مناسب روغتیایي او احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
بل خوا بیا د کندهار د ولسي جرګې غړي کندهار ته د کرونا د ځانګړي شوي بودیجې په لګښت کې د روڼوالي غوښتنه کوي.
دوی نيوکه کوي، چې ولایتي مسؤولین تر اوسه نه دي توانېدلي، چې د کرونا د مخنيوي په برخه کې د ورکړل شوي بودیجې په مټ لازمې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دوی په باور، که په دې برخه کې ځانګړې شوې بودیجه په سمه توګه ولګول شي، په نژدې راتلونکي کې به د دغه ویروس د خپرېدو کچه صفر ته راټيټه شي.
کندهار ته تر دا مهال د کرونا د مخنيوي په برخه کې سل میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
کندهار چې له هرات او کابل وروسته پکې د کرونا د مثبتو پېښو د زیات شمېر له امله درېیم ځای کې قرار لري، د ولسي جرګې غړي یې د کرونا د مخنيوي په برخه کې د ځانګړي شوي بودیجې د پر ځای لګښت او روڼوالي غوښتنه کوي.
ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فریبا احمدي کاکړ وايي، که ورکړل شوې بودیجه په سمه توګه ولګول شي، دغه ولایت کې به ډېر ژر د کرونا د مثبتو پېښو شمېر صفر ته راټيټ شي.
هغې دغه غوښتنې کندهار کې له ۷۰۰ غربت ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې پر مهال وکړې.
فریبا کاکړ همدا ډول له سوداګرو او شتمنو خلکو غوښتنه وکړه، چې د قرنطین په موده کې د غربت ځپلو خلکو لاسنیوی وکړي.
په همدې حال کې د کندهار ښار یو شمېر غربت ځپلي کسان د قرنطین په موده کې له حکومت څخه د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول او له سوداګرو څخه د لازمو مرستو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې د کندهار والي ویلي وو، چې د کرونا په برخه کې ځانګړې شوې بودیجه به د یوې ځانګړې کمېټې او مېکانېزم له لارې مصرف شي.
هغه زیاته کړې وه، چې د یادې بوديجې ۸۰ سلنه به پر روغتیايي برخو او پاتې نوره به له غربت ځپلو سره پر مرستو مصرف کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.