The news is by your side.

۷۰ ډوله جوړېدونکي واکسین به کرونا مهاره کړي؟

خبریال وېب پاڼه/د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په نړیواله کچه د کرونا ضد ۷۰ ډوله واکسین جوړېږي.

په تېرو دوو میاشتو کې امریکا او اروپایي هېوادونو د دغې واکسیو د جوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي خو تر اوسه یو هېواد هم نه دی توانېدلی چې د کرونا ضد واکسین جوړ او بریالي اعلان کړي. تېره میاشت د امریکا په نیویارک کې په ځینو رضاکارو باندې د کرونا لپاره جوړ شوي واکسین و آزمایل شول خو د مثبتو پایلو څرک یې مالوم نه شو او دغه ښار په کم سارې توګه د کویډاـ۱۹ تر برید لاندې راغی چې تر اوسه یې زرګونه کسان په کې وژلي او نیولي دي.

په اروپایي هېوادونو کې هم د دغې واکسینو پر جوړولو کار روان دی خو لا هم د کوم مثبت څرک احساس نشته دی. دوې اونۍ وړاندې روسیې د ټاس خبرې آژانس راپور ورکړی ؤ چې د روسیې د بیولوژیکي او طبي چارو روغتیا پالانو په خپل تازه اقدام کې داسې درمل جوړ کړی چې د انسان په حجرو کې د کورونا ویروس له منځه وړي او د یاد شوي ویروس د پرمختګ مخه نیسي خو وروسته دا خبر هم خپ شو او د ریښتیا والي لپاره یې نوي څه وړاندې نه شول.

تازه رویټرز د شینهوا خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې چین په لومړي ځل په یو انسان باندې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره دوه ډوله واکسین آمایلي دي خو جزیات یې په ډاګه شوي نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د دوی متخصصینو په دې کار پیل کړی چې د کرونا ویروس د درملنې او خپرېدو پر وړاندې واکسین جوړ کړي. تر دې وړاندې یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي وو چې د کرونا واکسین به ضرور جوړېږي خو په خبره یې دا چاره ښایي یو کال وخت ونیسي. څو ورځې مخکې بېل ګټس هم وویل چې د کرونا ضد واکسین ښایي تر ۲۰۲۱ ز کال پورې جوړ شي.

د درمل جوړونې ځینې نړیوال شرکتونه بیا وایي چې د دغې ویروس چې ډېر پېچلی دی، واکسین جوړول یې ښایي تر ۱۵ کلونو پورې وخت ونیسي. دې چارې ټوله نړۍ له خورا بد حالت سره مخ کړې ده.

تر اوسه د دغې ویروس پر وړاندې په ټوله نړۍ کې وقایوي چارې مخته وړل کېږي. که څوک په دغه ویروس اخته شوي هم دي، د دوی لپاره ځانګړی درمل نشته خو د معافیتي سیستم د ځواکمولو لپاره یې ځینې لومړنۍ هڅې کېږي او کرنتین یې یوازینۍ غوره او اغېزمنه لار ښودل شوې ده تر څو هم د ځان او هم د نورو ژوند وژغورل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.