The news is by your side.

د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته پور ورکوي

خبریال وېب پاڼه/د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی دی چې له کرونا سره د مبارزې په درشل کې به د افغانستان په ګډون ۲۵ هېوادونو ته قرضه ورکوي.

د دغې بسټ په خبرپانه کې راغلي چې د افغانستان په ګډون په دغو ۲۵ هېوادونو کې د آسیا او افریقا یو شمېر هېوادونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال مې دي او افغانستان په په وروستیو څو ورځو کې د کرونا د ډېرو مثبتو پېښو شاهد دی، چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې کې یوازې ۴۹ یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

تر دې مهاله د نړۍ شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو ته د کرونا وبا رسېدلې ده او په ټولو هېوادونو کې یې ځاني تلفات لرلي دي.

امریکا د دغه لېست په سر کې ده چې تر دې اوسه پورې یې تر ۲۶ زرو زیات کسان د کونا له امله وژل شوي دي او تر شاوخوا شپږ لکو پورې کسان یې پرې اخته دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې یوازې واکسین کولی شي د دغې وبا په مخنیوي او د خپرېدو په مخنیوي کې ګټور تمام شي. ښاغلی ادهانوم زیاتوي چې په نړیواله کچه د هېوادونو تر منځ په تګ راتګ بندیز نا شونی دی او په خبره یې اوس وخت کې یوازې واکسین دې چې کرونا له منځه یوسي.

د تازه معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر کابو ۱۲۰ زرو ته رسېږي او په دغه ویروس د ککړو کسانو شمېر بیا څه کم دوه ملیونه ته لوړ شوی دی.

ایټالیا له امریکا وروسته د وژل شویو کسانو په نوملړ کې دویم هېواد دی چې تر ۲۰ زرو زیات وکړي یې د کرونا وبا ښکار شوي دي. اسپانیا کې هم د وژل شویو کسانو شمېر څه کم ۱۸ زره ته رسېږي خو د مثبتو پېښو په کتار کې بیا تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان یې په کرونا وبا اخته دي.

تر دې وړاندې ایران هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې وه خو د امریکا د فشارونو له امله د پیسو نړیوال صندوق ایران ته د پور له ورکړې انکار وکړ. په دغه هېواد کې چې له چین وروسته دویم هېواد ؤ چې د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغی او تر اوسه یې تر ۴۵۰۰ زیات کسان په دغه هېواد کې وژلي هم دي.

د پیسو نړیوال صندوق کې ۵۰۰ ملیونه ډالر خانګړي شوي دي چې یادو شویو هېوادونو ته یې پور ورکړي. جاپان او بریتانیا د دغو مرستو لوی تمویلوونکي هېوادونه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.