The news is by your side.

ننګرهار کې به سږکال خرما درې برابره تولیدات ولري

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار کې به سږ کال درې برابره زیاته خرما تولید شي او ترڅنګ به یې ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې کې د خرما د ونو نوي بڼونه جوړ شي.

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئوولين وايي، چې سږکال به د تېر کال په پرتله د خرما بڼ حاصلات درې برابره زيات وي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ تېر کال د کانال اړوند خرما باغ دوه ټنه خرما ورکړې وه.

شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي دي.

په افغانستان کې عموماً د کرنیزو، اقتصادي او نورو کاروبارونو پر وړاندې ډېرې ستونزې شته چې فساد، نه پاملرنه، جګړه، زورواکي، د ښه بازار نه شتون، باج ګیري او ګڼې نورې، خو دا د یاد شرکت یا کانال پر وړاندې اوس اساسي ستونزې دي.

د خرما په برخه کې اوس لپاره یوه ستونزه دا هم ده چې دغه بوټي د عربي اماراتو نه راوړل کېږي، راوړل يې ستونزمن دي چې له نېکمرغه اوس کانال شرکت ددغې تشې د ډکولو لپاره د شنو خونو او سړوخونو په جوړولو او خرما بڼ کې تر شاوخوا لس زره سکرونو کښت هم روان دی.

بله ستونزه د کارګرانو نه شتون دی، چې بشپړ تشکیل نه لري او دا ورته یوه ننګونه ده، که دغه ستونزې حل شي د خرما تولیدات به څو چنده او د هېواد تولیدي اقتصاد سره مرستندویه شي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، په تېر ۱۳۹۸ کال کې، هیواد کې د خرما د ونو کېنولو او ترویج لپاه ملي طرحه جوړه کړې وه.

چې دغه طرحې به یوازې سږ کال پر ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې باندې د خرما د ونو نوي بڼونه جوړ، او د خرما د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوارونه جوړ شي.

د خرما ونه د هېواد په ننګرهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، خوست او کندهار ولایتونو کې تولید کیږي، چې په تېرو څو کلونو کې د خرما ونو پکې ښه وده کړې.

د کرنې وزارت وايي چې په یادو سیمو کې د خرما کیفیت، د ګاونډویو هېوادونو د خرما تولیداتو په پرتله ښه ثابت شوی.

اوس مهال ننګرهار کې پر څه باندې ۷۰ جریبه ځمکې د خرما شپږ ډوله ونې کېنول شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس تېر کال افغانستان د ۹,۲ میلیونو ډالرو په ارزښت نږدې ۱۹ ټنه خرما له بهرنیو هېوادونو نه وارد کړې ده.

دغه وزارت وايي که افغانستان د خرما د تولید په برخې کې پر ځان بسیا شي هر کال ۱۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي او ځینو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.