The news is by your side.

تخار ولایت کې سړې خونې جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ په تخار ولایت کې د سړې خوني د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

دغه سړه خونه چې د تخار اوسیدونکو یو له پخوانیو موخو او غوښتنو څخه ده د ٧,٥ جریبه ځمکه کې جوړیږي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست وایي چې دغه سړه خونه د تخاریانو یو له پخوانیو موخو او غوښتونو څخه ده چې د دولت پراختیایي بودیجې څخه به د یو سلو اتیا میلیونه افغانیو په لګښت په اووه اعشاریه پنځه جریبه ځمکه کې جوړه شي.

بل لور د کونړ ولایت په په خاص کونړ ولسوالۍ کې د صنعتي پارک لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه په نښه شوه.

د ولایت مقام په هڅو د ولسمشر غني د ځانګړي حکم په اساس، د ښار جوړولو او ځمکو ریاست
لوري د نوي ستراتیژیک پلان له مخې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د صعنتي پارک د جوړولو لپاره په لومړۍ نمبر دولتي قطعه کې ١٠٠ جریبه دولتي ځمکه په نښه او GPS شوه چې د قانوني مراحلو وروسته به د صنعت او تجارتي ادارې ته د پانګونې جلب او فابریکو جوړولو په موخه په واک کې ورکړل شي، دغه هڅې دوام لري او په څو نورو ولسوالیو کې به هم د صنعتي پارکونو له لپاره ځمکې ځانګړې شي.

بل خوا بیا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څو پروژو خبر ورکړی دی.

په پام کې ده چې په یاد صنعتي پارک کې به د مختلفو وړو او لویو فابریکو او کار ځایونو جوړولو ته د زمینې په برابرولو سره سلګونو خلکو ته دایمي او موقتي کاري فرصتونه رامنځته شي.

په تېرو پنځه کلونو کې ٥٠٠ زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه استرداد او څه د پاسه د ١٥ زرو غاصبينو لېست چمتو او عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوى دى.

په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٢٠٠ زره کورونه جوړ او پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

د غير رسمي سيمو د ثبت پروګرام له لارې تر اوسه ٨٠٠ زره کورونه سروې او ثبت او ٢٥ زره کورونو ته د ملکيت سندونه وېشل شوي دي.

په پام کې ده د ٢٠٢٠ زېږديز کال تر پايه يو ميليون کورونه ثبت شي، چې په پايله کې به ٣ ميليونه هېوادوال په مستقيمه توګه د ياد پروګرام له ګټو برخمن شي.

د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټيز پراختيايي پروګرام (IDPL) د نړيوال بانک په ٣٥ ميليونه ډالرو او د ترکيې هېواد په تخنيکي مرسته د افغانستان د ځمکوالۍ چارو د عصري کېدو په موخه پلى کيږي.

د دولتي ځمکو بانک پروګرام له لارې په تېر يو کال کې ٥،٥ ميليونه جريبه دولتي ځمکه او نيم ميليونه څړځايونه سروې او ثبت شوي او په پام کې ده په ١٣٩٩ کال کې دغه شمېره ٨ ميليونه جريبو ته لوړه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.