The news is by your side.

ارګ کې یو بهرنی سلاکار او ۲۹ نور په کرونا ککړشوي

خبریال ویب پاڼهد ولسمشري ماڼۍ کې کرونا وایرس لا نور پراخ شوی دی ؛ هلته د یوه بهرني سلاکار په ګډون (۳۰) کسان په کرونا ککړ شوي دي .

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه لوړرتبه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې د شکمنو کسانو شمېر زیات دی ؛ خو د (۳۰) کسانو نتیجې مثبتي شوې دي .

ولسمشر غني ته د سخت احتیاط سپارښتنه شوې .

کرونا چې د نړۍ نېژدې ټولو هیوادونو ته خپره شوې ؛ په افغانستان کې هم تر هري کوڅې او کوره د رسېدو هڅه کوي .

د روغتیا وزارت چارواکي اټکل کوي چې ښايي تر (۶۰۰۰۰) شپیتو زرو کسان په کرونا یوازي په لویو ښارونو کې ککړ شوي وي ؛ خو حکومت دا شمېره څه د پاسه اوه سوه ۷۰۰ کسان یادوي .

خبریال ډاټ کام ته د رارسېدلو ارقامو له مخي یوازي د کابل په سروبي ولسوالي کې (۳۷) کسان کرونا وایرس وژلي او د ګڼو ډاکترانو په ګډون لسګونه نور ککړ شوي دي .

د روغتیا وزارت چارواکو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د کرونا په تړاو را غونډ شوي معلومات لمړی ارګ ته ورکول کېږي او هلته تر فیلټر او سانسور کېدو وروسته بېرته د روغتیا وزارت ته ورکول کېږي چې خپاره یې کړي .

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې ولي دافغانستان حکومت د کرونا په وایرس د ککړو او مړو شویو کسانو شمېرې پټي ساتي ؛ خو اوس وروورو ولس دې ته تیار شوی چې د خپلو مړو ارقام له رسنیو سره شریک کړي .

په افغانستان کې ډېری کسان په کرونا وایسر ککړ شوی دي ؛ چې اوس دا وایرس له روغتونونو پوخي بارکونو او دلوتي دفاترو ته مخه کړې ده .

کارپوهان په دې باور دي چې که چېرته دافغانستان حکومت د کرونا وایرس په تړاو دقیق معلومات خپاره نه کړي او  تر ډېره بریده دا موضوع همداسيپټه وساتي ؛ ښايي د نړۍ والي ټولنې او د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډبلیو هیچ او په وړاندياعتبار له لاسه ورکړي او له افغان حکومت سره د کرونا وایرس په تړاو شوې ژمنې هم عملينشي .

د نړۍ په پر مختللو هیوادونو کې چې هر چارواکی کرونا وایرس اخليهغوی یې په تړاو خبر خپروي خو په افغانستان کې په بیلا بیلو وزارتونو او ارګ کرونا ګډه شوې ده او افغان حکومت یې په تړاو پټه خوله دی .

که څه هم په ارګ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر (۳۰) ته رسېدلی چې یو یې بهرنی سلاکار دی ؛ خو تر اوسه ددغه سلاکار بهرني هویت نه دی په ډاګه شوی .

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون ترلاسه کړو، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي یوازي د ځینو شکمو پېښو تاید وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.