The news is by your side.

یوه اونۍ کې د کندهار د کرونا لابراتوار فلج کېدل

خبریال وېب پاڼه/تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ په کندهار کې د کویډاـ۱۹ د تشخیص ځانګړی لابراتوار پرانیستل شو خو پوره یوه اونۍ وروسته بېرته فلج کېږي.

د کندهار ولایتي روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت لخوا پرانیستل شوی لابراتوار د کېټونو د کمښت له امله بېرته فعالیت دروي. دغې روغتون ته په لومړي ځل د کرونا د تشخیص ۳۰۰ کېټونه ورکړل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کندهار کې د کورنا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي او دې چارې ولس سخت اندېښمن کړی دی.

تېره اونۍ د دغې لابراتوار پرانیستې ته د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز هم ورغلی ؤ. نوموړي په خپله وینا کې ویلي وو چې دا لابراتوار په یو وخت د کرونا د سلو پېښو د تشخیص وړتیا لري.

کندهار له هرات او کابل وروسته د کویډاـ۱۹ ناروغانو په نوملړ کې دریم ولایت دی چې زیات شمېر کسان په کې په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. په کندهار کې د کرونا مجموعي مثبتې پېښې ۹۰ ته رسېږي چې یوازې ۱۵ یې وړمه ورځ ثبت شوې وې.

د دغه ولایت د کرونا لپاره د ځانګړي شوي لابراتوار مسؤلین وایي چې دوی ته پرون سه شنبه د کویډاـ۱۹ ګڼ شمېر سمپلونه راوړل شوي دي او نن هم ښایي ورته راشي خو دوی یې د کېټونو د نه شتون له امله ټېسټ نه شي کولی. پر مرکزي حکومت غږ کوي چې کندهار ته کېټونه ور واستوي خو د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس وایي چې له زیاتو هڅو سره سره نه دی توانېدلی چې له وزارت او نورو روغتیایي بنسټونو څخه مثبت ځواب ترلاسه کړي.

کندهار په جنوب لویدیځ زون کې لوی ولایت دی چې له ور څېرمه زابل، ارزګان، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

عام خلک نیوکه کوي چې حکومت یوازې تشریفاتي دریځ مخته وړي او هېڅ کار له تخنیکي پلوه نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت په یو شمېر لویو ښارونو او ولایتونو کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې روغتیایي مرکزونه پرانیستل خو خلک نیوکه کوي چې ناروغانو ته سمې آسانتیاوې نه شته.

تېره ورځ په سروبي کې هم د کرونا له امله د مړینې خبر رسنیز شو چې د عامې روغتیا په خپل تازه اقدام کې د سروبي ولسوالۍ لپاره هم یو شل بیستریز روغتون منظور کړ او وایي چې ژر به فعالیت پیل کړي.

د عامې روغتیا وزارت تر دې مهاله د کندهار د کویډاـ۱۹ روغتون په هکله کوم غبرګون نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.