افغانه فراري پیلوټه په کرونا اخته شوي
خبریال ډاټ کام: له افغانستان څخه امریکې ته تښتیدلي افغان پيلوټه نیلفور رحماني په کرونا ناروغي اخته شوي ده .
آغلي رحماني په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستان څخه امریکې ته ولاړه خو بیا را ستنه نه شوه.
هغه د ثابت وزرو جنګي الوتکو پيلوټه وه چې امریکې کې یې زدکړي کړي وي.
میرمن رحماني ته نږدې سرچینو نن خبریال ویب پاڼي ته امریکې کې وویل چې دا پرون په کرونا ویرس له اخته کیدو وروسته روغتون ته انتقال شوي ده .
هغه د امریکې د ویرجنیا اوسیدونکي ده او بهرنیو چارو وزارت ورته امریکې ته له رسیدو یو نیم کال رووسته سیاسي کډوالي ورکړه.
میرمن رحماني اوس په روغتون کې تر درملني لاندي ده .
امریکا د نړې په کچه د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو په نوم لړ کې د سر ځای لري.
دغلته په لسو زرو باندي کسان تر اوسه مړه شوي او نږدې نیم ملیون نور پرې اخته دي.
نیویارک ښار په سر کې او ورپسې کني تیکیت او بیا هم لویزیانا په غټ شمیر کې د کرونا په ویروس اخته ناروغان لري.
م.ج
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.