د پاکستان ولسمشر: افغان سوله کې ځان ته د امیتاز لټه کې
خبریال ویبپاڼه/ د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د افغان سولې لپاره خوله خلاصه کړې او د امتیاز په لټه کې يې هرڅه هیر او ویلي يې دي چې پاکستانیانو د افغان سولې برخه کې بې شمېره قرباني ورکړې.
پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هغه ګاونډی پاتی سوی چې هیڅ وخت يې ورسره په صداقت قدم نه دی اخیستی او تل يې ورسره دوه مخیتوب کړی نو د سولې لپاره يې قرباني بیخي لیري خبره ده.
د پاکستان ولسمشر علوي په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستانیانو د افغان سولې لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې نو همدا لامل دی چې اوس ټوله نړۍ د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې هغه چې دا څرګندنې د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت یوې پوځې غونډې ته کولې وویل پاکستان به لاهم خپلو همکاریو او هڅو ته په دې برخه کې دوام ورکړي.
د ده له قوله چې له امریکا او نورو شریکو هېوادونو سره یې خپلې هڅې او همکارۍ زیاتي کړې علوي له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ټینګار کړی او ویلي يې دي چې په قبایلې سیمو کې تروریستي ډلې وځپي.
خو په پاکستان کې میشت پښتانه وايي چې له دوی سره په یوه او بل نامه تشدد روان دی او پاکستانی ریاست ورسره ظلم کوي.
په پاکستان کې بلوڅان او پښتانه د پاکستاني ریاست څخه تر پوزې راغلي چې ډیری یې مجبوره سوي چې وسلواله مبارزه وکړي او ډیرو يې د مدني مبارزې له لارې خپل ږغونه اوچت کړي.
پاکستان هلته د میشتو پښتنو او بلوڅو قومونو پر حقونو سترګې پټوي او دا قومونه د ترهګر او تروریست په نوم ځپي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې تازه د افغان سولې لپار نوې هڅې پیل سوې چې پاکستان پکښي څنډې ته ښکاري ځکه نو له ناچارې د نورو پر ځای خپل ځان ته امتیاز ورکوي تر دې وړاندې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر باجوه هم ویلي وو، چې له طالبانو سره د دوحې هوکړه او خبرې د پاکستان د زحتونو نیتجه وه چې اوس مهال روانې دي او ډیر ژر به کومه نتیجه ورکړي
Comments are closed.