The news is by your side.

طالبان د خپل یوه شديد دريځ څخه تېر شول

خبريال وېبپاڼه- د وسله طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعیم وردګ وايي چې دوی په مسکو کې د افغانستان د مسلې د حل لاره يوازې د اسلامي امارت منل نه دي وړانديز کړي.

د طالبانو دغه وياند ويلي دي چې دوی دا ډول کوم شرط نه دي اېښی او نه هم په دې عقيده دي چې د مسلې حل دې صرف د اسلامي امارت منل وي.

وردګ ويلي دي چې ځینې کسان د اسلامي نظام له کلمې څخه ناسم مطلب اخلي او کله چې طالبان دا خبره کوي نو دوی فکر کوي چې طالبان اسلامي امارت غواړي.

تر دې وړاندې په کابل کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي و چې په مسکو کې طالبانو په دې باندې اسرار کړی دی چې د افغانستان د کشالې احتمالي حل د اسلامي امارت منل کېدی شي.

د چارو کارپوهان وايي چې د طالبانو له لوري دا سپيناوی ښه دی او دې ته لاره هواروي چې په افغانستان کې ددوی سره په هرڅه بحث شي او بلاخره يوې حل لارې ته ورسیږي.

تر دې وړاندې نورې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې طالبان صرف د اسلامي امارت راتګ غواړي خو ددې ډلې وياند دا خبره رد کړې ده.

طالبانو وړاندې يو ځل ویلي و چې ددوی لپاره مهمه خبره داده چې د نظام قانون څه شي دی د څه شي څخه جوړ شوي دی، کله کې قانون اسلامي نو بيا يې پروا نکوي چې نوم یې څه شي دی په نوم باندی یې راحت بحث کېدی شي.

د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې يوه مهمه مسله د نظام نوعیت دی، د افغانستان حکومت تل ټينګار کوي چې په هر ډول وي جمهوریت بايد حفظ شي که څه هم طالبان وايي چې د نظام نوم ورته مهم نه دی خو ددوی د ځینې څرګندونو څخه ښکاري چې دوی په هېڅ ډول د جمهوریت بنسټيزو اصولو ته ژمن نه دي.

Comments are closed.