The news is by your side.

کريم خليلي د علي پور د نجات لپاره د امريکا سفارت ته تللی

خبريال وېبپاڼه- کريم خليلي په کابل کې د امريکا د شارژدافير راس ویلسون سره ليدلي دي، خليلي په دې ليدنه کې د ویلسون د بهسودو مسله هم شريکه کړې ده.

ويل کېږي چې کريم خليلي د راس ویلسون سره دې ليدنه کې د افغانستان د حکومت څخه د علي پور په وړاندې د قوت د کارولو په مسله باندې خبرې کړې دي او د افغان حکومت څخه يې ګيله کړې ده.

کريم خليلي وروسته له هغه د افغان حکومت څخه شکایت کوي او د علي پور په وړاندې د حکومت له لوري د قوت د کارولو مخالفت کوي چې علي پور د افغانستان د ملي پوځ يوه الوتکه په نښه کړه او پکې سپاره ۹ کسان يې له منځه یوړل.

ددې پېښې وروسته افغان حکومت اعلان وکړ چې د خپلو پوځيانو او پیلوټانو بدل به له علي پور څخه واخلي او هغه به په سخته سزا باندې ورسوي.

تر دې وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړي مرستيال هم د امريکايي او ناټو ځواکونو څخه غوښتي و چې د افغانستان حکومت په باميانو کې د عملياتو څخه را وګرځوي خو هغوي هیڅ ځواب نه و ورکړی.

تر دې وړاندې کله چې ولسمشر کرزي د امريکا سره امنيتي تړون نه لاسليک کاوه ویل کېږي ډېری باميانويانو ويل چې امريکا دې په بامیانو کې هډه جوړه کړي.

د چارو څارونکي وايي چې په افغانستان کې يوه ډله خلک يا ځانګړی قوم خپل هرڅه د بهرنیانو په شتون کې ويني او هغوی ته دا اجازه ورکول غواړي چې ددوی په هرڅه په ډېره عادي مسله کې هم هغوي مداخله وکړي.

د شنونکو په خبره چې دا ډول حرکات د افغانستان د ملي حاکميت خلاف دي، دا ډول کړنې بهرنيانو ته دعوت او جرت ورکول دي چې د افغانستان په ټولو چارو کې پوره مداخله وکړي.

هزاره سياستوال وروسته له هغه د بهرنيانو دربارونو ته په منډو شوي دي چې افغان حکومت د یوه هزاره تروريست د نيولو لپاره عمليات پيل کړل.

د يوې تروریستي ډلې مشر علي پور په افغانستان کې د جرمونو اوږده تاريخچه لري، هغه د پوليسو په پوستو حملې کړې دي‌او ګڼ شمېر پوليس يې له منځه وړي، په عامو ملکي خلکو باندې يې حملې کړې دي هغوي يې اختطاف کړي دي، او په وروستيو وختونو کې يې يوه ولسوالۍ سقوط کړه او اور یې ورته واچاوه، په اخر يې په د افغانستان د ملي پوځ يوه هليکوپتره رانسکوره کړه او نهه تنه يې پکې شهيدان کړل.

هزاره سياستوال او پرديپالې رسنۍ يې وايي چې حکومت دې د علي پور په وړاندې د خبرو څخه کارواخلي، دا پرديپال په داسې حال کې د خبرو وړاندیز کوي چې حکومت تر دې وړاندې علي پور په ضمانت خوشي کړی و خو هغه دا ځل لا پراخو جرایمو ته مخه کړه.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.