The news is by your side.

په ښځینه جامو سمبال علي پور طالبانو ژغورلی

خبریال آداره: رپونه کاږي چې د وسله والو طالبانو یوه کوماندان د هزاره ملیشو یاغي مشر علي پور د افغان او بریټانوي خاصو ځواکونو له کلابندی ژغورلی دی.

علي پور د نظام پر ضد په یاغي توب، بلوا او د افغان قواوو په چورلکه په مرګوني ګزار مجرم پيژندل شوی دی.

د ملي امنیت شورا یوه سرچینه کاږي چې علي پوه روانه اونۍ د بهسودو په یوه استوګنیزه سیمه کې د ځواکونو له لوري کلابند شو او کله چي د سیمي خلک افغان ځواکونو سره د خبرو لپاره را نږدي شول نو علي پور او دوه ورسره ملګري يي په ښځینه جامو کې له سیمي په داسي حال کې تیښتي باندي بریالي شول چې د طالبانو د فعالیت لاندي سیمي ته ولاړل.

د سرچیني په خبره چې د ملا منان او ملا اختر په نامه دوو طالب سییزو کوماندانانو چې له ایران سره نږدې اړیکي لري د ایران په غوښتنه علي پور سره مرسته کړي او هغه يي ژغورلی دی.

ویل کیږي علي پور چې مرکز یي اوس په بشپړه توګه نیول شوی له سیمي فراري دي او داسي ویل کیږي چې طالبانو بادغیس ولایت ته انتقال کړی دی.

په همدي حال کې داسي هم ویل کیږي چې ایران غواړي علي پور په صالمه توګه په اوسنیو کړکیچنو حالاتو کې له افغانستان څخه وباسي.

علي پور په سوریه کې د ایران د اخوندي نظام د سرتیرو په ملاتړ او هغوي ته د  سلګونو تنو هزاره ځوانانو په اکمالاتو او استولو کې هم رول درلود.

م.ج

Comments are closed.

koi finance