The news is by your side.

د غني او عبدالله بله نوې معمله افشا شوه

خبریال وېبپاڼهولسمشر غني او عبدالله عبدالله یوځل بیا نوې معمله کړې ده؛ وروسته له هغه چې محمد اشرف غنيد افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی اندرابي‌ له وزارته لیري‌ کړ او پر ځای یې د کندهار پخوانی واليحیات الله حیات وګوماره؛ هم مهاله د ښاغلي‌ غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرۍ را وټوکېدې.

له ارګ نه یو لوړرتبه چارواکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ناندرۍ دومره زیاتې شوې چې عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته اختار ورکړ چې موقت حکومت به اعلانوي؛ خو د ځینو منځګړو په مټ د غني‌او عبدالله ترمنځ یوه نوې معمله وشوه.‌

د نوې معملې پر بنسټ به محمد اشرف غني د ملي‌امنیت لوی ریاست او په امریکا متحده ایالاتو افغان سفارت عبدالله عبدالله ته ورسپاري.

له ارګ نه د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې ډېر ژر به په امریکا کې په فساد تورنه سفیره رویا رحماني او د ملي‌امنیت عموميریس له دندو لیري او پر ځای به یې نوي کسان وټاکل شي.

تر دم ګړیه ارګ او د عبدالله عبدالله ډله هڅه کوي چې د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ را ټوکېدلې ناندرۍ په پرده او پټې حل کړي؛ خو عبدالله عبدالله د کورنیو چارو د وزیر پر برطرفي سخت غوسه او د لانور امتیاز غوښتنه یې کړې ده.‌

عبدالله عبدالله ته یوې نېژدې سرچینې هم د وروستیو ناندریو تاید وکړ او زیاته یې کړه چې ځیني‌ سفارتونه او مهمې څوکۍ عبدالله عبدالله ته بیا په ونډه کې ورکړل شوې دي.‌

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې عبدالله عبدالله به امریکا ته څوک د سفیر په ډول واستوي او د ملي امنیت لپاره به د عبدالله عبدالله کاندید څوک وي؛ خو دقیقو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې دادواړه ادارې عبدالله ته په تازه ونډه کې ورکړل شوې چې ښايي‌ژر تر ژره دوه نوې څېرې ورته انتخاب کړي.‌

Comments are closed.

koi finance